د ږیري گټي
په دې خبره هر څوک پوهیږي چې ږیره د سړیو په جمال کې د زیاتېدو سبب گرځي. خو آیا ږیره کومي گټې هم لري؟ په دې هکله نور معلومات په دې انځوريز راپور کي لوستلای سئ.
پر مخ گڼه ږیره د لمر څخه راتلونکو وړانگو «اولترا وایلت» مخه نیسي. دغه وړانگي آن د جلد یا پوست د سرطان ناروغۍ سبب گرځیدای شي.
کوم خلک چې د موسم په بدلیدو سره د گرد، یا د کومي ځانگړي ونې له کبله حساسیت لري، ښایي ږیره په دې برخه کې لږه گټه ورسوي. د ږیري ویښتان د یوه طبیعي فلتر په توگه کار کوي او د پزي د ويښتانو په څیر الرژۍ د پیدا کوونکو د ډیرو ذرو مخه نیسي چې د پزي سوري ته ننوزي.
پر مخ راڅرگندیدونکې گونځې د عمر د ډېرښت نخښه ده. کله چې د ږیري لرلو له وجې پر مخ باندي د لمر کمې وړانگې لگیږي، نو گونځې هم لږې پیدا کیږي. د ږیري لرلو له کبله سړی تر ډیر وخته ځوان ښکاري.
د ږیري د خریلو له کبله کله ناکه سړی مخ زخمي کوي او ښایي پر مخ یې نخښې پاته شي. خو د ږیرو لرلو له کبله د دغو داغونو مخنیوی کیدای شي.
ږیره د دوبي په موسم کې مخ له لمره ساتي او په ژمي کې له یخنۍ څخه. سر خو سړی کولای شي د یوې خولۍ په واسطه وساتي، خو سړی نه شي کولای مخ په داسې څه پټ کړي. ږیره په هر موسم کې د نارينه وو د مخ ساتنه کوي.
بکتریا یا میکروبونه د ډول ډول گزک باعث گرځي. د ږیري خریلو پر وخت کله داسې کیږي چې بکتریا د ویښتانو په بیخ کې ځای ونیسي. بیا پر مخ تور داغونه راڅرگندیږي. که چیرې پر دغه ځای ویښتان راوخیژي بکتریاوې هم بې ځایه کیږي.
ږیره د پوست د وچوالي مخه هم نیسي. د تودې او سړې هوا څخه د مخ پوستکي پر ساتلو سربیره د مخ وچوالي مخه هم نیسي.
د امریکا متحدو ایالاتو د بوسټن پوهنتون د درماتولوژي څانگې مشر پروفسیر ډاکټر هیربرت میسن په ۱۹۷۲م کال کې حساب کړی چې د یوه متوسط عمر لرونکی سړی په خپل ژندانه کې درې نیم زره ساعته په ږیرې خریلو تیروي. د دې معنی دا شوه چې د ږیري لرونکي کسان د خپل ژوند ۱۳۹ ورځې یا پنځه میاشتې پر نورو ضروري کارونو مصرفولای شي.