1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ډېرو ملکي افغانانو د مرگ ژوبلي مسئول مخالفان دي»

آژآنسونه۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د يکشنبې په ورځ په کابل کي د ملکي تلفاتو په هکله خپل نوی راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخي په افغانستان کي د ملکيانو مرګ ژوبله زياته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Hv8x
انځور: picture-alliance/landov

په افغانستان کي د ملکيانو مرګ ژوبله يوې نوي جګ شمېر ته رسېدلې ده. دا د ملګرو ملتونو له خوا په هغه راپور کي راغلي چي د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۴مه نېټه) خپره کړل سوه. د ملګرو ملتونو په دغه راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۵ کال په افغانستان کي تر ۱۱۰۰۲ څخه زياتي د ملکي مرګ ژوبلي پيښي ثبت سوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په ۳۰۱۵ کال په افغانستان کي ۳۵۴۵ ملکيان وژل سوي او ۷۴۵۷ نور ژوبل سوي دي. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۴ کال د افغان ملکيانو تر منځ مرګ ژوبله تر ۲۰۱۵کال ۴ سلنه کمه وه. په دې توګه نو په ۲۰۱۵ کال د افغان ملکيانو تر منځ مرګ ژوبله يوې نوي جګي څوکي ته رسېدلې.

ملګرو ملتونو د ياد قربانيانو څخه د ۶۸۵۸ ملکيانو د مرګ ژوبلي پړه پر وسله والو طالبانو او نورو توندلارو ډلو اچولې ده. په دې توګه سره د ۶۲ سلنې ملکي مرګ ژوبلي پړه پر يادو ډلو اچول سوې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخي د افغانستان د حکومت قواوو هم د ملکيانو په مرګ ژوبله کي رول لوبولی دی. په دغه راپور کي راغلي چي د افغان ملکيانو د مرګ ژوبلو د تر ۱۱ زرو زياتو پيښو د ۱۴ سلني پړه د افغان امنيتي ځواکونو په غاړه ده.

په افغانستان کي د افغان ملکي قربانيانو په تړاو د ملګرو ملتونو په راپور کي پر بهرنيو ځواکونو هم د ملکي مرګ ژوبلي پړه اچول سوې ده. د دغه راپور له مخي د افغان ملکي مرګ ژوبلي ۲ سلنه د بهرنيو ځواکونو له خوا رامنځ ته سوې ده.

د راپور له مخي ګڼ شمېر قربانيان داسي دي چي د مرګ ژوبلي لاملي ډلې يې نه دي معلومي. د ۲۰۰۹ کال راهيسي ملګرو ملتونو په افغانستان کي د ملکي قربانيانو شمېر پېل کړي دي. د ياد سازمان د شمېرو له مخي د ۲۰۰۹ کال راهيسي په افغانستان کي تر ۵۸ زرو څخه زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.