1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوب سوي مهاجر ماشوم انځور اروپايان لړزولي دي

آژانسونه/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبه

د «بشریت اوبو یووړ» تر عنوان لاندي د یوه ماشوم د جسد د غمجن تصویر خپریدو په ټولنیزو رسنیو کی سخته غوسه او خفگان راپارولی دی. د دغه کوچني کورنۍغوښتل د قاچاقبرانو په مرسته ترټولې خوندي قارې اروپا ته وتښتي.

https://p.dw.com/p/1GQRQ
Flüchtling Kinderleiche Türkei Bodrum Syrien Kos EINSCHRÄNKUNG
انځور: picture-alliance/AP Photo/DHA

ایلان کوردي درې کلن وو، کله چی یې د مدیترانې له لاري د تیریدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدارنگه د هغه بل ورور هم ژوندی نه دی پاته سوی. د نوموړي ماشوم جسد چی سور ټي شرټ یا کمیس او کاوبای پتلون یې اغوستي وو، د اوبو په واسطه د بودروم په نامه ترکي ساحل ته پوري وهل سوی وو چي د سمندر څپې پرې تلې او راتلې. په یوه بل انځور کی بیا ښوول کیږي چې څرنگه په ساحل کی یو پولیس د هغه جسد انتقالوي. ده له ماشوم څخه مخ اړولی، لکه چي نه غواړي د هغه معصومي او غمجني څیرې ته وگوري.

نوموړی انځور اوس په ټولنیزو رسنیو کی په گردش کي دی او په ټوله اروپا کي د سختې غوسې او خفگان سبب سوی. په ډیر لنډ وخت کی دغه عکس د «بشریت اوبو یووړ» تر سرلیک لاندي په تویتر کي مهمه موضوع وگرځیدله.

د «لا ریپوبلیکا» په نامه ایټالوۍ ورځپاڼې لیکلي دي چي دا يو داسي انځور دی «چی ټوله نړۍ ورته چُپه خوله پاته ده». د «ایل پیریودیکو» په نامه هسپانوۍ ورځپاڼې بیا په خپل انترنت پاڼه کی لیکلي دي «د اروپا نابودي یا سقوط ».

بریتانوۍ ورځپاڼی بیا داسي پوښتنه راولاړه کړې ده چی که د سمندر څنډې ته د یوه ماشوم د جسد د پوری وهل کیدو دغه تصویر، د کډوالو پر وړاندي د اروپا په دریځ کي بدلون رانه ولي، نو بیا به څه کیږي؟ دغه تصویر د بشري ناورین هغه وحشت ښکاره کوي چی د اروپا په ساحلونو کی ښکاره کیږي.

د اېگیس له ټاپو څخه اطمیناني تیښته

هغه ژغورونکي ځواکونه چی د جنوبي ترکیې په نوموړي ساحل کی حاضر ول، په دې خبره اطمینان لري چی ایلان ښایي د هغو دوو کښتیو څخه په یوې کي سپور وو چي د چهارشنبې په سهار (د ۲۰۱۵کال د سپتمبر ۲مه نېټه) یې د ایگیس په نامه یوناني ټاپو پر خوا حرکت کړی وو او وروسته چپه سوې ده. تر اوسه پوري د دوولسو کډوالو جسدونه چې په هغې کي د ایلان ورور او نور درې کوچنیان هم شامل دي موندل سوي دي. له هغو څخه ۱۵ تنه پر دې توانیدلې دي چی ځانونه وچې ته ورسوي او درې تنه نور تر اوسه پوري لادرکه دي.

د هيومن رايټس واچ په نامه د بشري حقونو د نړیوال سازمان څخه د عاجلو پیښو مشر پیتر بوکیرت په نظر «دغه کډوالو په اصل کي تقريبا هغه وخت لا ځان مرګ ته سپارلی وو کله چي یې اروپا ته د امنيت تر لاسه کولو په مقصد د قاچاق وړونکو کښتۍ ته ختلي ول. خو اروپا او امن ته د رسیدو پر ځای دوی د مخ په جدي کیدو بحران پر وړاندي د اروپا د بې نوا او خراب جواب د قربانيانو په قطار کي ور اضافه سول.»