1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوبې شوې بیړۍ کپتان په ۳۶ کاله بند محکوم شو

دویچه ویله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

په جنوبي کوریا کې د سیول، په نامه د ډوبې شوې بیړۍ کپتان د محکمې له خوا په خپله دنده کې د بې پروایې له امله د ۳۶ کاله بند پر سزا محکوم شو. لویې څارنوالۍ هغه ته د اعدام سزا غوښتنه کړې وه. په دغه پیښه کې ۳۰۰ تنه وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/1DlNN
انځور: picture-alliance/dpa

د جنوبي کوریا ساحل ته نزدې د سیول، په نامه د یوې بیړۍ د غرقیدو د پيښې ۷ میاشتې وروسته، د دغه بیړۍ کپتان لي جون سئوک، په ۳۶ کاله بند محکوم شو. د محکمې قاضي د حکم صادرولو پر مهال وویل: «کپتان خپله دنده په سمه توگه نه ده ترسره کړې، له دې امله په سلگونو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د محکمۍ په نظر ۶۹ کلن کپتان نه یوازې دا چې د سیول مسافرین یې په بیړني حالت کې یوازې پريښې ول، بلکې په هغو لومړنیو کسانو کې شامل وو چې له بیړۍ څخه وتلې وو. لي جون سئوک په محکمه کې دا ومنله چې یوه لویه تیروتنه یې کړې ده، خو دا تور یې رد کړ چې په آگاهانه توگه د سلگونو کسانو د مړینې سبب گرځیدلی دی.

د لوې څارنوالۍ له خوا د بیړۍ کپتان ته د اعدام سزا غوښتنه

د جنوبي کوریا لويې څارنوالۍ د بیړۍ کپتان ته د اعدام سزا غوښتنه وکړه، خو محکمې هغه قاتل نه دی بللی. د بیړۍ کپتان د محکمې د بهیر په جریان کې د پیښې د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغوښتنه.

لي جون سئوک په محکمه کې څو ځله دا خبره وکړه چې دا یې نه شوای اټکلولی چې له بیړۍ څخه په وتلو سره سپاره په سلگونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

همدارنگه محکمې د بیړۍ مشر انجینر د قتل په قضیه کې مجرم پيژندلې او په ۳۰ کاله بند یې محکوم کړ. نوموړی پر دې تورن دی چې د بیړۍ د دوو ټپې شوو خدمو په ژغورنه کې یې مرسته نه ده کړې. دغو دواړو خدمو د بیړۍ د ډبیدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړې وو.

د غرقې شوې بیړۍ کپتان
د غرقې شوې بیړۍ کپتانانځور: picture-alliance/AP Photo/Yonhap, Park Chul-hong

د دغې بیړۍ یو شمیر نور کارکوونکي هم له ۱۵ څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند پر سزا محکوم شوې دي. نوموړې بیړۍ د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې په نیمایي کې له ۴۶۷ مسافرو سره د یوې پیښې ښکار شوه او بیا وروسته ډوبه شوه. په دغه پيښه کې ۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د دوی له جملې څخه ۲۵۰ تنه یې زده کوونکي ول. ۹ تنه نور تر اوسه پورې لادرکه دي.

د محکمې تر پریکړې یوازې څو ساعته مخکې، د جنوبې کوریا د بحري چارو مسئولینو د بیړۍ د لادرکه شوو مسافرو د لټون د پای خبر ورکړ. د دغو مسئولینو په خبره د «اوبو په تل کې د لټون» لړۍ پای ته رسیدلې او دوی د ورکو شوو مسافرو هیڅ ډول اثر نه دی موندلې.

د سمندري چارو وزیر لي جو یونگ، د بیړۍ د لادرکه شوو مسافرو د نامعلوم برخلیک په هکله د خفگان په څرگندولو سره وویل: «د جنوبي کوریا دولت ډیر لوړ مصارف وکړل او خپل ټول امکانات یې په کار واچول، خو له بده مرغه کومه په زړه پورې نتیجه مو ترلاسه نه کړای شوه.» نوموړي زیاته کړه چې په اوبو کې د ډوبې شوې بیړۍ وضعیت ډیر خراب او بې ثباته دی او د لټون بهیر ته دوام ورکول کیدای شې د انسانانو د ژوند په بیه تمام شي.

د سیول نومې بیړۍ غرقیدو او د ژغورنې د عملیاتو په برخه کې ناکامي د جنوبي کوریا د ډیرو خلکو د غوسې د راپاریدو سبب شوې وه.