1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ډالر په مقابل کې د افغانۍ نرخ راټټیدل مؤقتي دي»

حسین سیرت۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبه

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راټیټیدو په اړه د افغانستان مرکزي بانک وايي چې دغه بدلون پر بیو کوم اغیز نه لري. خو عام خلک او سوداگر وایي چې په بازار کې د توکو بیه لوړه شوې ده او خلک د خرید توان نه لري.

https://p.dw.com/p/1FWBO
انځور: AP

په تیرو درو اوونیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راکم شوی دی. درې اوونۍ وړاندې یو ډالر د شا او خوا ۵۷ افغانیو په مقابل کې کې تبادله کیده، خو اوس یو ډالر څه د پاسه شپیته افغانیو په مقابل کې تبادله کیږي.

د ډالر د نرخ لوړیدل په بازار کې د بیو د لوړیدو سبب گرځي او د ډالر د بیې په لوړیدو سره د توکو بیې هم لوړيږي. خو د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وایي چې د افغانۍ د ارزښت راټیټیدل د اجناسو پر بیه کوم اغیز نه لري.

د مرکزي بانک چارواکي استدلال کوي چې افغان سوداگر وارداتي مالونه په ډالرو نه رانیسي او په وینا یې د افغانستان د سوداگرۍ زیاتره راکړه ورکړه په هندي کلدارو، پاکستانۍ کلدارو، ایراني ریال او نورو بانک نوټونه باندې کیږي او په همدي دلیل د ډالر د نرخ لوړیدل د افغانستان په بازارونو کې د بیې د لوړیدو سبب نه گرځي.

د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست خان افضل هډه وال، د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل: «اوسنۍ وضعیت د مرکزي بانک له کنترول څخه بهر نه دی. موږ وضعه څارو، حالات زموږ تر کنترول لاندې دي، د افغانۍ حقیقي ارزښت راټیټ شوی نه دی. د مرکزي بانک اساسي دنده د اجناسو او خدماتو پر وړاندې د نرخ ثبات دی.»

مرکزي بانک وایي چې د ډالر بیه د ټولو اسعارو پر وړاندې لوړه شوې ده او داسې نه ده چې یوازې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د خان افضل هډه وال په خبره په همدي دلیل په بازارونو کې د توکو بیه لوړه شوې ده. هغه وویل چې مرکزي بانک په بازار کې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو له پاره د ډالر د عرضه کولو توان لري، خو په وینا یې دغه څه مؤقتي دي او مرکزي بانک نه غواړي په کاذب ډول د افغانۍ ارزښت لوړ کړي.

په افغانستان کې د پولي سیاست له مخې، مرکزي بانک هره اوونۍ له ۳۰ میلیونه څخه زیات ډالر بازار ته عرضه کوي. په بازار کې د ډالر زیاتیدل د دې سبب کیږي، چې د افغانۍ د ارزښت د راټیټیدلو مخه ونیسي.

د مرکزي بانک چارواکي وایي چې دغه بانک د اسعارو د تبادلې د بیې پر اساس عمل نه کوي، بلکې اصلي دنده یې پولي ثبات دی، تر څو د افغانۍ پولي واحد پر وړاندې د اجناسو بیې لوړې نه شي. هډه وال په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «مرکزي بانک په کافي اندازه منابعو ته لاس رسی لري. هر کله چې د اجناسو بیه داسې لوړیږي چې د افغانستان پر خلکو اغیز ولري، بیا هغه وخت موږ په بازار کې مداخله کوو.»

خو افغانان وایی چې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت راټيټیدل د دې سبب شوی چې په بازار کې د توکو بیې هم لوړي شي. سوداگر او د پلورنځیو خاوندان وایي چې مجبوره دي خپل اجناس په گرانه بیه وپلوري. په کابل کې د یوه پلورنځي مالک حشمت الله، وایي: «په کاروبار کې فرق راغلی دی. قیمتي شوي ده. که تر مخه به مو یو جنس په ۵۰ افغانۍ رانیو نو په ۶۰ به مو خرڅاوه خو اوس دغه نرخ ۲۰ افغانۍ لوړ شوی دی.»

د افغانۍ د ارزښت راټیټدو، تر ټولو زیات پر کارگر قشر اغیز کړی دی. کارگران وایي چې ورځنی عاید یې ۳۰۰ افغانۍ دی او په وینا یې د افغانۍ د ارزښت په رالویدو سره د هغوی په مزد کې کوم بدلون نه دی راغلی په داسې حال کې چې په بازار کې قیمتونه لوړ شوي دي.

د مرستو کموالی

افغانستان یو صادراتي هیواد نه دی چې د خپلو پیسو ارزښت د تولیداتو د صادریدو او خرڅلاو له لارې وساتي. د دې هیواد حکومتي لگښتونه د نړیوالو مرستو پورې تړلي دي او په دغو مرستو کې هر رنگه کموالی کولای شي د دې هیواد پر اقتصاد باندې اغیزه وکړي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونه وایي چې د افغانۍ د ارزښت د راټیټدو یو دلیل د نړیوالو مرستو راکمیدل دي. د دغه خونې ویاند یاسین رسولي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې مرکزي بانک په تیرو دیارلسو کلونو کې هره اوونۍ دوه وار په بازار کې ډالر عرضه کول، تر څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي.

د یاسین رسولي په خبره تر مخه به مرکزي بانک هره اوونۍ د شنبې او سه شنبې په ورځ له ۵۰ څخه ۶۰ میلیونه پورې ډالر بازار ته عرضه کول، تر څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي، خو په وینا په وروستیو میاشتو کې له ۲۷ څخه تر ۳۰ میلیونه ډالر بازار ته عرضه کیږي او په وینا یې دغه بهیر هم په ځنډ سره تر سره کیږي چې دا کار د افغانۍ د ارزښت د راټیټدو یو لامل دی.