1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډالرو د بيي په رالوېدو سره د هند اقتصاد ته سخت تاوان رسېدلی

۱۳۸۶ اسفند ۲۳, پنجشنبه

دا به ديوه هيواد دپاره، له دې امله په ګته وي چي د پيسو ارزښت يي د ډالرو په مقابل کي لږ وي ترڅو چي وسي کولای په بهر کي خپل کالي ډير خرڅ کړي او له دې امله ځني آسيايي هيوادونه غواړي چي ددوی دپيسو ارزښت دډالرو په مقابل لږ وي ترڅو وسي کولای خپل صادرات ډير کړي. خو هند ددغه هيوادونو په کتار کي نه شميرل کيږي.

https://p.dw.com/p/DTtz
د امريکايي ډالرو په مقابل کي دهندۍ کالدارو دتبادلې دبيي لوړيدل د نساجيو پرصنايعو باندي ناوړه اثرکوي
د امريکايي ډالرو په مقابل کي دهندۍ کالدارو دتبادلې دبيي لوړيدل د نساجيو پرصنايعو باندي ناوړه اثرکويانځور: AP Graphics

بلکي غواړي چي دعرضې او تقاضا په اساس ددغه هيواد پيسې دي د ډالرسره تبادله سي. په روان وخت کي چي دډالرو بيه ډيره رالوېدلې ده دهند صادراتي اقتصاد ته يي هم ډير تاوان رسولی دی. دتيرکال په پرتله د ډالرو بيه دهند دکالدارو په مقابل کي په سلو کي 15 را ټيټه سوې

دامريکايي ډالرو په مقابل کي دهند د کالدارو دتبادلې دبيي لوړيدل په تيره بيا دهند دنساجيو، څرمنو او فيشن په صنايعو باندي چي ډيرو کاريګروته اړه لري ناوړه اثرکوي. په دغه څانګو کي ډير هندي فني او غيري فني کاريګر په کار بوخت دي. که چيري دوی ددغه صنايعوپه څانګو کي خپل دکار ځای له لاسه ورکړي، نو په نورو څانګو لکه کرهني کي به دوی کار پيدا نکړي ځکه دوی دکرهڼي په څانګه کي دکار دنه موندلو له امله د کليو څخه ښارونو ته راغلي ترڅو چي په روزمزد يا په دايمي توګه سره کار وکړي نو که چيري دنساجيو په څانګه کي دوی ته کار نه وي، په هند کي به دوزګارانو په شمير کي لا پسي زیاتوالی راسي.

دهند دنساجيو دفابريکو و مخ ته سړي د ډالرو دبيي د راکښته کېدو او په نتيجه کي دنساجي د توليداتو دصادراتو د ليږيدلو منفي اثرات ويني.

دهند دنساجيو دفابريکو و مخ ته هره ورځ په زرهاو کاريګر دکار د پيداکولو دپاره راځي او تش لاس بيرته ځي. داسي ويل کيږي چي همدا اوس دهند دنساجيو په صنايعو کي د صادراتو دکموالي له امله چي د ډالرو دبيي د را کښته کيدلو سره تړاو لري، څوملیونه انسانان وزګار بېکاره سوي دي.

که څه هم چي د هند په عالي خدماتي او توليدي څانګو لکه دټيلفون په دوکانونو يا دکامپيوټر ي توليداتو او فولادو دصنايعو په څانګه کي داقتصادي هغه بحران اثرات نه ليدل کيږي چي د ډالرو دبيي درالويدلو څخه په د غه هيواد کي پيدا سوی خو د نساجيو د صنعت او نورو هغه څانګو کي چي تشديدي کارته اړه لري دبحران اثرات ليدل کيږي او داسي ويل کيږي چي ښايي په دغه هيواد کي د اقتصادي ودي اندازه چي پخوا په سلوکي د نهو په شاوخواکي اټکل سوې وه، په سلوکي اتو ته را کښته سي.