1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین کنگرې د نظامي بودیجې ډیریدل تصویب کړ

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۴, یکشنبه

د چین د کانګرس غړو د تل په څیر د حکومت له خوا وړاندیز شوې بودجې ته د تائيد لاسونه پورته کړل. دا په تیرو ۲۵ کلونو کې د تجهیزاتو د ډیریدو او ټیټې اقتصادي ودی یوه بیلګه ده.

https://p.dw.com/p/1Er49
انځور: picture-alliance/dpa
د چین ولسي کانګرس د خپلې کلنۍ ناستې په وروستیو ورځو کې د دغه هیواد نظامي بودیجه په ۱۰،۱ فیصده زیاتوالي سره تصویب کړه. ياد کانګريس چې د هیواد د مختلفو برخو څخه د خلکو ۳۰۰۰ استازي په یو صالون کې سره راټولیږي د پیکنګ په ښار کې موقعیت لري. استازو د چین د لومړي وزیر لي کېقيانګ له خوا وړاندیز شوې کورنۍ او دفاعي بودیجه د لوی اکثریت سره تصویب کړ.
د یو کمزوري اقتصاد سربیره په دفاعي بودیجه کې ۸۸۶ میلیارده یوان ( د چین پولي واحد) چې ۱۲۷ میلیارده ایرو کیږي زیاتوالی راغلې دی. که څه هم ۱۰،۱فیصده د تیر کال چې ۱۲،۲ فیصده وو په پرتله کم دی، خو د دغه هیواد اقتصادي ودې ته په کتلو سره دا په تیرو پنځو کلونو کې ډیر زیاتوالی ښيي.
د چین د جنوبي او ختیځ سمندري ساحل پر سر د شخړې له امله د چین ګاونډي هیوادونه د نظامي بودیجې زیاتیدل اندیښمن کړي دي. نظامي بودیجه د ۳۰۰۰ مجموعي رایو څخه په ۲۴۸۳ تائيدو رایو سره تصویب شوه.
د اقتصادي ودې اټکل
۳۰۴ استازو د دغې مسودې په مخالفت کې خپلې رایې وکارولې او ۸۷ تنو خپلې راې نه وې کارولې. د دې څخه په مخکې کال کې ۲۹۳ تنو استازو مخالفې رايې کارولې وې په داسې حال کې چې ۱۰۲ تنو بیا خپلې رای نه وې کارولې.
د چین د کمونست ګوند له خوا کنترولیدونکي دغه پارلمان د خپل یولس ورځنۍ ناستې په وروستۍ ورځ د لومړي وزیر کېقيانګ له خوا د ۲۰۱۵ کال له پاره وړاندیز شوې د نږدې ۷ فیصده ټیټې اقتصادي ودې پلان هم تصویب کړ. د اقتصادي رکود له امله د نړۍ په کچه دویم اقتصادي هیواد (چین) خپل د اقتصادي ودې کچه راکمه کړي.
په تیرو ۲۵ کلونو کې دا د چین له پاره تر ټولو ټیټه اقتصادي وده ده چې اټکل یې کیږي. تیر کال د دغه هیواد له پاره ۷،۵ فیصده وده اټکل شوې وه خو په حقيقت کي دغه وده ۷،۱ فيصد سوه.
د چین لومړي وزیر په خپله وینا کې وویل: « د نړۍ اقتصاد په اوس وخت کې په یو ډیر پيچلي حالت کې قرار لري. چین هم له ستونزو او چلینجونو څخه رنځ وړي». د هغه په خبره اټکل کیږي چې دغه هیواد به په ۲۰۱۵ کال کې له نورو مشکلاتو سره هم مخامخ شي.