1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د چین په ختیځ کې په یوه وړکتون کې چاودنې اووه تنه وژلي

۱۳۹۶ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د چین په یوه وړکتون کې چاودنې د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه اووه کسان وژلي او په لسونو نور یې ټپیان کړي. پولیس اوس په دې اړه څیړنې کوي چې دغه چاودنه څرنګه د وړکتون د دروازې خولې ته د ماشومانو د رختصي پر مهال رامنځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/2elOo
Karte China Xuzhou DEU

پولیسو ویلي دي چې چاودنه ماسپښين پر څلورو بجو او ۴۵ دقیقو د جيانکسو ايالت په شوژو ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د چین دولتي تلویزیون ویلي دي چې په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي. زیاته شوې ده چې چاودنه د وړکتون دخولي دروازې ته نزدې رامنځ ته شوې ده.

د شینهوا خبري آژانس ویلي دي چې چاودنه هغه مهال چې ماشومان له وړکتون څخه د وتلو په حال کې ول، رامنځ ته شوې ده.

د چاودنې د سیمې خپاره شوې انځورونه یو شمیر کسان په بې هوښه حالت کې ښيي. چاودنه دومره قوي وه چې د ځينو کسانو جامې يې ور څيرلي دي.

تر دې مخکې د چین وړکتونونه د ګاونډیو د حسادتونو له کبله تر برید لاندې راغلي دي. په می میاشت کې د ښوونځي له ماشومانو یو ډک موټر ته په چین کې اور واچول شو. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې د دې موټر چلوونکي دغه کار د خپل معاش د له لاسه ورکولو له کبله کړی وو.