1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د ولسمشر مرستیال په غونډه کې راښکاره شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/169dv

د چین د ولسمشر مرستیال شي جېن پېنگ، د څوارلسو ورځو وروسته یو ځل بیا په عامه محضر کې ښکاره شوی دئ. د نوموړي ۵۹ کلن له عامه محضر څخه د ورکیدو سره داسې گنگوسي راپیدا شوي وو چې گواکې د هغه روغتیایي وضعه ښه نه ده او په دې اړه دولت هم کوم سپیناوی نه وو کړی.

د چین د دولتي خبري آژانس د رپوټ په حواله د ولسمشر مرستیال نن په پیکنگ کې د زراعت په پوهنتون کې په یوه غونډه کې برخه اخیستې ده. خو له عامه محضر څخه د غایبدو په اړه دغه خبري آژانس هم څه نه دي ویلي. د ولسمشر مرستیال ته په راتلونکي کال کې د ولسمشر هو جنیتاوو، د ځای ناستي په توگه هم کتل کیږي.