1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او پاکستان تر منځ سوداگریزه لاره پرانېستل شوه

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د چین په مرسته په ژورو اوبو کې جوړیدونکی بندر پرانیست. چین په پاکستان کې ددغي سوداگریزي لارې د جوړیدو له پاره ۴۶ میلیارده ډالر پانگونه کوي. دغه بندر د بلوچستان ایالت په گوادر کې جوړیږي.

https://p.dw.com/p/2Se7w
Hafen von Gwadar Pakistan
انځور: BEHRAM BALOCH/AFP/Getty Images

له گوادر څخه د نړیوالۍ سوداگرۍ د پېل کیدو پر مهال د کوسکو ویلنټگن، نومې سمندري بیړۍ کې تر ۱۵۰ زیات کنتیرونه بار شول. «چاینا پاکستان اکنامک کوريدور» سي پیک، یا د چین او پاکستان تر منځ اقتصادي دهلیز څخه دا لومړی وار وو چې سوداگریږ توکې ولیږدول شول. تر دې دمخه د چین له کاشغر څخه د لاریو په واسطه سوداگریز توکي گوادر ته راوړل شوي ول. په دې ترڅ کې له کاشغر څخه د لاریو دوه بیلا بیل کتارونه د شنبې په ورځ گوادر ته رسیدلي وو.

د گوادر پورټ یا بندر په پرانیست غونډه کې د پاکستان د هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونو پر مشرانو سربیره د چین هیواد جگپوړي چارواکي هم موجود ول. غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په وینا کې وویل: «نن په پاکستان کې د پرمختگ یو نوی پړاو پیل شو. د سي پیک پروژه په حقیقت اوړي چې یوازې د بلوچستان او پاکستان نه بلکې د سیمې د درو میلیاردو انسانانو قسمت به بدل کړي.»

Karte China Pakistan geplanter Wirtschaftskorridor Gwadar - Kaschgar
چین د دغه اقتصادي لارې له د جوړیدو له پاره ۴۶ میلیارده ډالر پانگونه کويانځور: DW

دغو مراسمو ته په پاکستان کې د چین سفیر هم وینا وکړه. هغه وویل چې نن د سي پیک پلان له یوه مهم پړاو څخه تیر شو چې پاکستانی ولس یې د مبارکۍ مستحق دی.

هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې په راتلونکي وخت کې به هم دغه پروژه نوي پړاونه ووهي. د هغه په خبره دغه پروژه به د پاکستان د خلکو د خوشحالۍ او سیمې د پرمختگ سبب وگرځي او په زرونو کسانو ته به د کار کولو فرصتونه برابر شي.

نور مطالب: