د چک په ولسمشري ټاکنو کې د نزدې سیالیو تمه کیږي
۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبهاعلان
د چک په جمهوریت کې د ولسمشرۍ مقام له پاره د سختې سیالۍ انتظار کیږي. شاوخوا ۸،۴ میلیونونه رایه ورکوونکي به د پخواني سوسیال دموکرات میلیوس څیمن Milos Zeman او د محافظه پاله بهرنیو چارو وزیر کارل شوارزنبیرگ Karel Schwarzenberg تر منځ د یوه کاندید په اړه پریکړه وکړي.
دغه دوه ورځنۍ ټاکنې د شنبې په ورځ پاې ته رسیږي. تر دې دمخه تر سره شوو نظر پوښتنو ښوولې ده چې د دواړو کاندیدانو تر منځ به نزدې سیالې وشي.