د چک جمهورريت به په افغانستان کي په نظامي عملياتو کښي هم برخه واخلي
۱۳۸۶ بهمن ۲۳, سهشنبهاعلان
او پدې ډول يې د امريکا د متحده ايالاتو دريځ قوي کړی دی . د چک د جمهورريت د خارجه چارو وزرير کارل شوارڅن بيرګ وويل ،چي دغه ناجوړي په ناټو کي د کلونو راهيسي موجوده ده ، چي د هغه اروپايي غړي هيوادونه په ډير مشکل په جنګي عملياتو کي برخه اخلي .خو اروپايي هيوادونه تر دوهم عمومي جنګ وروسته اوس په پوره اندازه ماړه او غني دي ، تر څو په نړۍ کښي د امنيت غم وخوري . په عين حال کښي شوارڅن بيرګ وعده ورکړه ،چه د چک جمهورريت به په افغانستان کي په نظامي عملياتو کښي برخه واخلي ، او ددغه هيواد جنوب ته به هم ولاړ سي . ده دغه خبري د کولن د ښار د يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي کړي دي .