1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين په تيانجين کي نوي چاودنې او زهرجن ګاز

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبه

د چین د بندري ښار تیانجین د کیمیاوي موادو په یو گودام کې تر چاودنې څلور ورځې وروسته، اوس هم وضعیت تر کنترول لاندی نه دی راوستل شوی. د سیمې اوسیدونکي مطمئنو ځایونو ته انتقال شوی دي او د قربانیانو شمیر مخ پر لوړیدو دی.

https://p.dw.com/p/1GGK6
انځور: Reuters/China Daily
د تیانجین بندري ښار و یوې ناورین ځپلي سیمې ته پاتې کیږي. اوس هم په دغه سیمه کې په پرله پسې ډول د اور له بڅرکو څخه لمبې جوړیږي او د نوو چاودنو غږونه اوریدل کیږي. هرې خوا ته توري او سپينې لوخړې د فضاء پر لور د پورته کېدو په حال کي دي. د دولتي خبري آژانس شینهوا په خبره د اطفایې ۲۰ موټر او د کیمیاوي وسلو په برخه کې روزل شوي پولیس هم سیمې ته استول شوې دي.

د زهرجن گازو د خطر له امله دولتي چارواکو د درې کیلومترو تر فاصلې پورې خلکو ته له خپلو کورونو څخه د وتلو امر کړی دی. په دغه تخلیه شوې سیمه کې ژغورونکې املې او پولیسو پر خلکو حفاظتي ماسکونه ویشلي دي. د سیمې بې کوره شوي خلک چې په یوه ښوونځي کې استوگن شوي ول د بادونو او زهرجن موادو د نتفس کولو له ویرې له دغه ځای څخه هم وتلو ته اړ شوي دي.

مخکې تر دې چارواکو په وار وار سره ډاډ ورکړی وو چې په هوا کې د موجودو زهرجنو موادو اندازه تر هغې کچې ډیره ټیټه ده، کوم چې د انسان روغتیا ته ضرر ورسوي. چارواکو ويل چي یوزاې ډېر لږ شمیر مواد دي چې له دغه سرحد څخه تیریږي یعنې د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

د مړو شمیر ۱۰۴ تنو ته لوړ شوی دی

وروسته بیا معلومه شوه چي د چهارشنبې ورځې په چاودنو کې د «نایتریم سیانیت» زهرجن کیمیاوي مواد هم شامل ول. د چینایې ورځپاڼې, شین جینگ باو،د یو سانسور شوې رپوټ په حواله ۷۰۰ تنه د نایتریم سیانیت زهرجن مواد د پيښې له ځای څخه لیرې کړای شوې دي.

د یوې ورځپاڼې د رپوټ په حواله له یادې سیمې څخه په لابراطوار کې د بدرفتونو د اوبو په معاینه کې هم زهرجن مواد تثبیت شوې دي. د« چینا نیوز سرویس» رسنۍ د رپوټ په حواله کیدای شي دغه مواد د ایتانول او میتانول له ژر اور اخیستونکي مایع سره یوځای شوې وي او چاودنه یې رامنځته کړې وي.

د شینهوا د رپوټ پر اساس د زورورو چاودنو له امله ۱۰۴ تنه وژل شوې دي. ژغورونکي املې په دریمه ورځ د چاودنې له ځای څخه یوازي ۵۰ متره لیرې یو ژوندی پاته شوی انسان ژغورلی دی. دغه کس د سوزیدو له امله ټپې شوی، خو روغتیایې وضعیت یې اوس د اندیښنې وړ نه دی.

د دې ترڅنگ ۷۲۲ تنه ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندی دي. په دې کې د ۵۸ تنو روغتیایې وضعیت په نسبې ډول خراب او د ۳۳ تنو نورو وضعیت ډیر زیات خراب ښودل شوی دی.

د چارواکو په حواله په دغو ټپیانو کې ۲۱ تنه د اطفایې د املې غړي او ژغورونکي هم شامله دي. د شینهوا د رپوټ په حواله په چین کې د ټولنیزو شبکو تر ۳۶۰ ډیر انلاین حسابونه له دې امله تړل شوي چې هغو د دغې پيښې په هکله خبرونه خپاره کړي ول.

په تیانجین کې د کیمیاوي موادو دغه ځېرمه تون یا لاگر د استوگنې له کورونو څخه یوازې له ۵۰۰ څخه نیولې بیا تر ۶۰۰ مترو پورې لیرې موقعیت لري. یاده پيښه د تیانجین بندري ښار له پاره یوه لویه اقتصادي ضربه گڼل کیږي. چین ته د ټولو واریدیدونکو موټرو ۴۰ سلنه د تیانجین بندر له لارې دغه هیواد ته واردیږي.