د چين نارينه غواړي د ښځي په شان اميندوارتوب تجربه کړي
په چين کي ځيني نارينه غواړي چي د ښځو هغه زحمتونه او دردونه چي د اميندوارۍ او ماشوم د زېږون پروخت ئې لري يوار خپله مصنوعي تجربه کړي. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
په می مياشت کي د چين يوه روغتون نارينه وو ته داسي امکانات برابر کړل چي د مور احساس يو وار خپله تجربه کړي.
په دغه روغتون کي نارينه وو ته داسي پلاستيکي نسونه وتړل سوې چي د يوې اميندواري مېرمني د نس وزن لري.
ډاکترانو د نارينه قد او وزن ته په کتو سره هغه ته مصنوعي نس بسته کاوه.
دغو نارينه وو چي مصنوعي خېټي ورته تړل سوي وې، داسي کارونه وکړل چي يوه ښځه ئې د اميندوارۍ پرمهال کوي، څو دوی ته اميندوارۍ پر وخت د ښځو تکاليف ور معلوم سي.
د اميندوارۍ پرمهال ډېرو ښځو ته د ملا درد پيدا کړي او د دغه درد او د شمزۍ مورو د زيانمندېو د مخنيوي له پاره پر بادي توپ باندي کښېني. نارينه وو هم دغه کار وکړ.
د اميندوارۍ پرمهال کښېناستل او ولاړېدل آسانه کار نه دی. په ځانگړې توگه د اميندوارۍ په وروستيو مياشتو کي. هغه نارينه چي باور نه لري چي ښځو تومره په تکليف وي د دغه چينايي په شان دې يووار تجربه کړي.
په دغه روغتون کي د نارينه وو بدن ته د دغه ماشين په مرسته داسي دردونه هم انتقال سول چي يوه ښځه ئې د ماشوم د زېږون پر وخت لري.
دلته نارينه په دې پوه سول چي يوه مېرمن د ماشوم د زېږون پر وخت څومره زورور درد لري.