1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين لومړي وزير جاپان ته سفر کړی دی

۱۳۸۶ فروردین ۲۲, چهارشنبه

جاپان ته له اوه کالو څخه وروسته په لومړي ځل د چين يو لومړی وزير رسېدلی دی. د چين د لومړي وزير وېن ژاباو د درې ورځني يون په ترڅ کې به د اړيکو د ټينگولو په اړه خبرې وشي. وېن ژاباو غوښتل چې سمدلاسه له خپل جاپاني سيال شينزو ابې سره وويني.

https://p.dw.com/p/DKEm
چين او جاپان غواړي چې يوه اقتصادي شورا رامنځ ته کړي
چين او جاپان غواړي چې يوه اقتصادي شورا رامنځ ته کړيانځور: AP
د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د دويمې نړيوالې جگړې راهيسې خړې پړې دي. سياسي کتونکي په دې اند دي چې دواړې غاړې به نور د پخوانيو جنگي جنايتونو په هکله خبرې ونه کړي کله چې د جاپان لومړی وزير بيا په خپل وار چين ته يون کوي. چين او جاپان غواړي چې ستراتيژيکي همکاري پيل کړي او يوه اقتصادي شورا رامنځ ته کړي.