1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او المان اړيکو ته کتنه

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

د المان او چين ترمنځ لومړۍ ديپلوماتيکي اړيکي ۴۰ کاله پخوا پيل سوې، اوس هم دغه دواړه مختلف هيوادونه يو او بل ته سخته اړتيا لري. د دوی تر منځ اوس په ډيره لوړه کچه خبري کيږي.

https://p.dw.com/p/16Nxk
انځور: picture-alliance/dpa/dapd

يوې خواته د اروپا په زړه کي د المان صنعتي هيواد چي د هټلر تر فاشيزم او د شرقي المان تر منحل کېدو وروسته پر خپلي ديموکراسۍ باندي افتخار کوي، او بلي خوا بيا داسي يو هيواد چي پکښي يو حزبه ديکتاتور حکومت د هغه پر يو نيم ميلياردي نفوس باندي خپل واک چلوي.

داسي يو هيواد چي مساحت يې د يوه براعظم په اندازه دئ. د دغو دواړو دوستو هيوادونو ترمنځ لوي توپير موجود دئ. خو بيا هم د هغو ترمنځ داسي اړيکو وده کړې ده چي۴۰ کاله دمخه ئې چا تصور هم نه سوای کولای.

د دوي ترمنځ تل د حکومتونو په کچه خبري اتري کيږي. د روان کال د اګست په مياشت کي د جرمني نيمايي کابينې پيکنګ ته سفر وکړ. تر هغه يو کال دمخه د چين صدراعظم د خپلو ۱۳ وزيرانو سره برلين ته سفر کړی وو.

په ۲۰۰۴ ميلادي کال کي د دوی ترمنځ دغه اړيکي په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوې. تر اوسه پوري د چين او المان د کارپوهانو، فني وزيرانو، دولتي مرستيالانو او حکومتي مشرانو ترمنځ په پر له پسې ډول نزدې۳۰ ليدني کتني سوي دي. د چينايي او الماني پوهنتونونو ترمنځ څه نزدې ۵۰۰ پروژې پيل سوي دي. خو په دغو اړيکو کي اقتصاد ډېر مهم رول لوبوي.

په۲۰۱۱ ميلادي کال کي د دوی ترمنځ د۱۴۰ميليارده يورو په ارزښت راکړه ورکړه سوې ده. المان په اروپا کي د چين لوی تجارتي ملګری دئ. د بلي خوا چين هم د الماني محصولاتو پنځم لوی رانيونکی هيواد دئ. د چين کارپوه زبستيان هايل من وايي:

«د چين او المان ترمنځ اړيکي تر ټولو د مخه پر اقتصاد باندي ولاړي دي. دواړه هيوادونه يو د بل په ګټه تماميږي. دا په دي معني چي المان چين ته داسي محصولات صادروي چي چينايان ورته اړتيا لري او چين هم جرمني ته داسي شيان واردوي چي المان ورته ضرورت لري.»

د المان او چين ۴۰ کلني ديپلوماتي اړيکي
د المان او چين ۴۰ کلني ديپلوماتي اړيکيانځور: picture-alliance/dpa

د ديپلوماتيکي اړيکو په اړه د چين او المان ترمنځ تړون د اول وار له پاره په ۱۹۵۷ کال کي لاسليک سوی وو. خو دغه تړون د دواړو هيوادونو د حکومتونو تر منځ نه وو. دا ځکه چي د دوی ترمنځ خاصي اړيکي موجودي نه وې. د دغو تجارتي اړيکو مشر هغه وخت اوتو وولف وو. وولف په ۲۰۰۷ ميلادي کال کي مړ سو. هغه تر خپل مرگ څو ورځي دمخه له دويچه ويلي سره په مرکه کي ويلي ول:

«موږ په هغه وخت کي داسي تجارتي اړيکي نه غوښتې چي يوازي يو وار رامنځته سي او وروسته بيا کله چي سياسي تغيرات رامنځته سي بيرته  له منځه ولاړي سي.»

دغه اړيکي تر اوسه پوري هم هغسي پر خپل ځای پاته دي. خو د بشري حقونو او ځينو نورو مسايلو په برخه کي د المان او چين ترمنځ ځيني پوښتني تر اوسه پوري لا بې جوابه پاته دي. د جرمني د حکومت له خوا د بشري حقونو استازي مارکوس ليونينګ وايي چي تر څلوېښتو کلونو وروسته اوس هم پر دغه ډول موضوعګانو باندي بحث اسانه نه ښکاري:

«تر ټولو لانجمني موضوعګاني بيا هم د بيان آزادي او په عمومي توگه د سياسي حقونو په اړه پوښتني دي. موږ دا وار هم د فالون ګونګ د موضوع په اړه خبري اتري وکړې. زموږ تر منځ ډېري نوري سختي پوښتني هم موجودي دي. همدارنګه بايد د بشري حقونو د موضوع په اړه هم په عاقلانه ډول يو له بله سره بحثونه وسي.»

ماتيياس فون هاينه/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل