1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او افغانستان د همکاريو ارزول

خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

افغانستان او چېن د یوه علمي سمینار پر مهال د دواړو هیوادونو د اړیکو بېلابېل اړخونه و ارزول. سمینار د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې جوړ شوی وو او دواړو هیوادونو د اړیکو پر لا ټینګښت پکښې ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/1ErVc
انځور: Reuters/Takaki Yajima

دغه سیمنار نن دوشنبه د (۲۰۱۵م کال د مارچ۱۶مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز او چین د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو د انستیتیوت له خوا جوړ شوی وو.

د چین د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو اداره د افغانستان له پاره د چین په بهرني سیاست کې پرېکړنده رول لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په سیمه او نړۍ کې د بدلونونو رامنځ ته کېدلو افغانستان او چين دې ته اړ کړي دي چې خپلې دوې اړخیزي همکارۍ لا ډېري کړي.

د دغه سمینار پایلې به د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د «چین پېژندني» او د چین د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د «افغانستان پېژندي» مرکز جوړېدل وي.

د دغو مرکزونو د جوړېدو هدف د چین او افغانستان پېژندنه او له یو بل سره د اړیکو لا پراختیا ښودل شوی دی.

چینايي چارواکو هم د دې سمینار ارزښت د دواړو هیوادونو د اړیکو د ټینګښت له‌ پاره غوره بللی. د دغه هیواد د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر جي ژییه، ويلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ نژدې اړیکې به د اقتصادي همکاریو د پراختیا تر څنګ د سیمې د ثبات له پاره غوره پایلي ولري.

بله خوا د چین اقتصادي‌ شتون هم په افغانستان کې احساسيږي، ځکه ټاکل شوې ده چې چین به د افغانستان په لوګر ولایت کې د عینک د میسو لوی کان وکیندي او تر څنګ به یې د واخان په غرونو کې د اورگاډی پټلۍ په غځولو سره منځنۍ اسیا او چین د افغانستان له لاري سره ونښلول شي.