1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين او آلمان اړيکي مخ پر تودېدو دي

۱۳۸۷ خرداد ۳۰, پنجشنبه

په برلين کي د تبتيانو د مشر ديليلاما سره د لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل تر کتلو وروسته د چين او جرمني په اړيکو کي سوړوالی راغلی و

https://p.dw.com/p/EMyd
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د چين د زلزله ځپلو سيمو څخه د ليدو پر مهال
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د چين د زلزله ځپلو سيمو څخه د ليدو پر مهالانځور: AP

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير سفر چين ته پای ته ورسېدی

چين ته د شټاين ماير سفر پر دوو موضوګانوباندي راڅرخېدی. لومړی د آلمان او اولسي چين تر مينځ پر مناسيباتو او دمی دمياشتي په نيمايي کي دهغه هيواد دزيښوان په ولايت کي پر سختي زلزلې باندي . دآلمان اوولسي چين ترمينځ اړيکي وروسته له هغه سړې سوي چي، دجرمني لمړۍ وزيري مېرمن انګيلا مرکل د2007 عيسوي کال دسپتمبر په مياشت کي يي دتبتيانو دمشر دلایلاما، دآلمان دلمړي وزارت په ماڼۍ کي هرکلی وکړی .که څه هم چي مناسبات په رسمي ډول دجنورۍ دمياشتي په پای کي رسمي عادي سوي ول،خودتيبت ناکرارۍ، او د چين په وړاندي چي کوم غبرګونونه وښودل سول ، دا کنده لاپسي ژوره کړه . خو په چين کي دخپګان وړ زلزلې پدې ناوړه وضعي کي يو امکان مينځ ته راوړی،يعني دګډکارله اړتياڅخه بيا اعتماد مينځ ته راغلی ، اوپه همدې دليل شټاين ماير پخپله زلزله ځپلي سيمو ته ولاړاود همدې لپاره يي دمصيبت دوخت مرسته اوقربانيانوته دآلمانانو خواخوږي وړاندي کړه. دچين دبهرنيو چارو وزير يانګ يې چي دمطبوعاتو په مخکي په خپلو څرګندونوکي له آلمانيانو څخه په صراحت سره مننه څرګنده کړه او ويې ويل :

لمړی غواړم له دې څخه ډيره مننه وکړم چي، دجرمني مخکښوسياستوالو اودهغه هيواد اولس، دشيښوان دولايت له سختي زلزلې څخه وروسته خپله خواخوږي څرګنده کړه،اومالي اومادي مرستي يې تياري کړې . اوزه ددې څخه هم ډيره مننه کوم چي ښاغلی شټاين ماير شخصا زلزله ځپلي سيمي ته ځي اوله ځپل سووکسانو سره ګوري . دبهرنيو چارو وزير شټاين ماير هم خپلي څرګندوني دزلزلې د موضوع سره پيل کړې . ده د يانګ يي چي په مخکي دآلمانانو وير دقربانيانولپاره څرګندکړی ،او وييويل : موږ هم د اولسي چين دمشرانو و هغه تحمل ته چي ددې مصيبت دعواقبو دزغملو په برخه کي يې کړی په درنښت سره ګورواوموږ دپيوستون اومرستي ته دچمتو والي ترتاثيرلاندي يو چي په چين کي مو وليد. دا ددې هيواد دلوی والي اولويې شهادت ورکوي . اودا ددې هيواد څخه د باندي دهغه په وړاندي درناوی، اواحترام ډيروي اودې ټولو ستاسو هيواد ته د نورو ترڅنګ په آلمان کي هم علاقه ډيره کړه.

داښکاره خبره ده چي دوی يوازي ديوبل صفتونه وکړل ، ځکه چي ډيري خبري د دوی ترمينځ سته، چي يوازي په اقتصادي ساحه کي نه . اولسي چين په آسيا کي دآ لمان تر ټولو لوی دسودا ګرۍ ملګری دی . اوهمدغه ډول آلمان بيا په اروپاکي دچين تر ټولو ستر دسوداګرۍ ملګری دی.