د چينايانو او ايغوريانو تر منځ تاوتريخوالی نورهم ډير سوی
۱۳۸۸ شهریور ۱۸, چهارشنبهددې بيري چه بيرته د تشدد څخه ډک اخوډب رامنځته نسي ،د چين حکومت هلته ډير پوليس سره ځای پر ځای کړل ،او ددې په عوض چه د شخړي په عواملو پسي وګرزي ، د بيرولو د سياست څخه کار اخلي .په مونشن کښي د ايغوريانو د بين امللي کانګرس څخه اولريش ډيليوس وايي:
« ددې پوښتنه بايد وسي ،چه سړی بايد څه وکي ، تر څو دداسي پيښو مخنيوی وسي . د هغه څخه د راوتلو يوه لار به داوي ، چه پر دې فکر وسي ، چه څنګه سړی ايغوريان په جامعه کښي ورګډولای، او په مناسباتو کښي شريکولای سي . څنګه سړی د هغه خودمختاري سيمي څخه چه د کاغذ پر مخ ليکل سوې ده ،هغه بيرته راژوندۍ کولای او د اوسنيو شرايطو سره يې عيارولای سي . »
د ايغوريانو لخوا په تکرار سره شکايتونه راپورته کيږي. اول داچه دوی د چينايانو په نسبت د اقتصادي لحاظه تاوان ليدلی دی .دوهم داچه هغوی ته مذهبي آزادي نه ورکول کيږي . او دريم داچه د هغو کلتور کرار کرار له منځه ځي،ځکه چه په زيادتيدونکي ډول سره چينايان ددوی منطقې ته ورليږل کيږي ،او هلته استوګن کيږي . اولريش ډيليوس د سن يانګ د ايالت اهميت داسي بيانوي:
«سړی بايدتل بيا دا په نظر کښي ونيسي ،چه د چين دپاره د اقتصادي لحاظه په دغه ټوله شخړه کښي څشي پراته دي. سن يانګ په دې منځ کښي د چين د تيلو د توليدولو ډير غټ ولايت دی ،چه په ټول چين کښي دوهم ځای لري . هلته د سرو زرو ډير لوی کانونه موجود دي ،د چين تقريبأ ۴۰ فيصده سکاره ددغه ځای څخه پلاس راځي . هلته نيکل ،او ډير نور قيمتي فلزات او ډبري سته . »
يوازي د همدغه ډير زيات اقتصادي اهميت له کبله سن يانګ ډير مهم دی . ځکه نو په پيکينګ کښي عقيده پردې ده ،چه پر سن يانګ باندي کنټرول ضروري دی ، تر څو ولسي جمهوريت بيا هم د امکان تر حده پوري آرزانه طبيعي منابع ولري . »
خو وروستيو ناارميو ښکاره کړل ،چه د چين حکومت اوس هم پر سن يانګ باندي کنټرول نلري . د يوې اونۍ راهيسي د اورومکي په ښار کښي بيرته وضع خرابه ده ،بيا اخوډب رامنځته او انسانان مړه سول . د هغه علت هغه افسانوي حمله وه ،چه په جريان کښي يې پر ۵۰۰ لارويانو باندي د ستنو پواسطه حمله وسول . که څه هم د ستنو څخه يوه هم زهرجنه نه وه ،خو په خلګو کښي يې ډيره بيره رامنځته کړل.
Aldenrath, Petra/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل