1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د چيلنجونو پر وړاندي په اساسي قانون سره سمبال يوو»

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د می مياشتي ۲۳مه په آلمان کي د اساسي قانون ورځ ده. په دې وياړ دويچه ويله په څو لنډو ويډيوگانو کي د اساسي قانون د مهمو مادو ځيني برخهي بيان کړي دي. د اساسي قانون محکمې رئيس په دغه ليکنه کي د قانون پر اهميت رڼا اچوي.

https://p.dw.com/p/2dQno
Prof.Dr.Andreas Vosskuhle
انځور: Klaus Lorenz

د اساسي قانون په اړه د فدرالي آلمان د اساسي قانون محکمې د رئیس  پروفیسر دوکتور اندریاس فوسکوهله د ښه راغلاست وینا

اساسي قانون پر اساسي قانون ولاړ او آزاد دولت بڼسټ جوړوي. تر اوسه پوري د آلمان هيڅ يوه اساسي قانون دومره اوږده موده اعتبار نه لاره.

په اول سر کي اساسي قانون د یوه مؤقت وخت له پاره په نظر کي نیول کیده. خو کله چي په ۱۹۴۸ او ۱۹۴۹مو کلونو کي پارلماني شورا د لویدیځ آلمان له پاره د اساسي قانون مسوده جوړه کړه، په هغه وخت کي دغه هیواد عملاً پر دوو برخو ویشل سوی وو. د اساسي قوانیونو د پلرونو او میندو په نظر، لکه څرنگه چي کونراد ادناور هم ویل، دا به د یوه لنډ وخت له پاره وي، څو د آلمان جلاوالی نور هم پسې ټینگ نه کړي. له همدې کبله د « قانون جوړونکو د غونډې» پر ځای  د « پارلماني شورا» اصطلاح کارول کیده.

خو په۱۹۹۰م کال کي کله چي د آلمان دوه جمهوریتونه سره یو سول د مؤقتي قانون اصطلاح د تل له پاره باطله سوه. نوموړي قانون په تیرو پنځوسو کلونو کي ځان په اثبات ورساوه او یوه بریالۍ تجربه سوه. هغه پر نورو ډیرو چلينجونو لکه، دوباره وسله وال کیدو، د پوځي مکلفیت بیرته رامنځته کیدو او د بېړني حالت قانون پر تصویب کیدو باندي هم بریالی سو.

د کلونو په تیریدو سره دغه اساسي قانون یو عالی ځای ونيو او د اولس د قبلیدو او د درناوي سبب سو. د ټولني ښځي او نارینه پخپل اساسي قانون باندي ویاړي. د  « النس بخ » انستیوت له خوا تر سره سوې نظرپوښتني له مخي په ۲۰۱۴م کال کي څه د پاسه ۹۰ سلنه خلکو د هغوی د خونديتوب په برخه کي پر اساسي قانون او د اساسي قانون پر محکمې باندي خپل اعتماد ښکاره کړ. همدارنگه په بهر کي هم د هغه ډیر درناوی کیږي. امریکايي پروفیسر پیتر اې کوینت هغه «په نړۍ  کي تر جنگ وروسته د ديموکراسۍ د یوې ډیري روښاني تجربې»  په توگه تشریح کوي. په نورو هیوادونو لکه پرتگال، هسپانيا او ایستونیا او همدارنگه آسیا او جنوبي امریکا کي بیا د یوې نمونې په سترگه ورته کتل کیږي.

موږ اوس په یوه محرک وخت کي ژوند کوو او له ځانه دا پوښتنه کوو چي په راتلونکې کي به نور کوم پرمختگونه رامنځته سي. نړۍ وار په وار سره وصلیږي، ډیر زیات ارقام ثبت او ارزیابي کیږي. ددې بیره سته چي انسان به د یوه گیلاس په څیر تل تر نظارت لاندي وي. اقتصادی مارکیټونه او له هغو سره ډیر دولتونه لا تر اوسه د اقتصادي بحران له اغیزو څخه په بشپړ ډول راوتلي نه دي. نړیوالې ترهگرۍ زموږ آزاد او اساسي نظم تر فشار لاندي راوستی دی. امنیتی قوانین د ټولنی د خلکو آزادی محدوده کړې ده.

اروپایی ټولنه چی په وروستیو لسیزو کي د ښه ژوندانه او سولې ضمانت کوي، په ښه وضیعت کي نه ده. ډیری غړی هیوادونه نور د دې ټولني پر دیموکراتیک چلند باندي خپل باور له لاسه ورکوي. سړي ته دا تصور پیدا کیږي چي دا ډول بحران یو نوی دایمي حالت غوره کړی وي. خو ټولني نور نه سي کولای په دایمي ډول له دغه ډول یوه بحران سره لاس او گریوان وي.

له همدې کبله د گډ ژوندانه اساسي اصل مرکزي اهمیت لري، د اساسي قانون حاکمیت او د ټولو هغو هڅو پر ضد ودریږو چي دغه اساسي تگلاره تر پوښتني لاندي راولي. دلته اساسي قانون بڼسټیز اهمیت پیدا کوي. هغه عصري، تغییر منونکی او انعطاف منونکی دی او دفاعی قدرت لري. په دې ډول موږ د اساسي قانون په مرسته راتلونکو چلنجونو په وړاندی سمبال یو.