1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چاپيريال ساتني ادارې د ماسک د کاروني توصيه کړې

۱۳۸۹ بهمن ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د چاپريال ساتني ملي ادارې د پلازميني کابل ټولو اوسيدونکو ته د هغو ماسکونو د کارولو توصيه کړي، چي کولای سي د انسان ارګانيزم ته د خطرناکو او زهرجنو ګازونو د ننوتو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/Qv50
افغان دولت د دغي لانجې د مخ نيوي لپار له تيري يوې مياشتي راهيسي د پنجشنبې ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلام کړې ده.
افغان دولت د دغي لانجې د مخ نيوي لپار له تيري يوې مياشتي راهيسي د پنجشنبې ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلام کړې ده.انځور: AP

دغه ګام پر داسي محال پورته کيږي چي د پلازميني کابل چاپريال تر بل هر وخت ډير په زهر جنو او ککړو ګازونو پوښل سوي دي.

د عامي روغتيا وزارت او د چاپريال ساتني اداره کابل ښاريانو ته توصيه کوي چي د سهار او ماښام له خوا به د دغو ماسکونو کارونه له يادو ګازونو د دوی ساتنه وکړي.

د عامي روغتيا وزارت رسمي شميري ښيي چي د پلازميني په بيلا بيلو ګازونو ککړه هوا هر کال يوازي په دغه ښار کي د ۳۰۰۰ انسانانو ژوند اخلي.

پر ماسکونو باندي د خولي او پوزي د پوښلو توصيه د سهار او ماښام له لوري سوي.

معمولاً په سهار او ماښام محال کله چي ښاريان خپلو کاروبارونو ته ځي او يا هم بيرته راځي ډير موټر کارول کيږي او د ښار هوا هم له حده زياته خرابه وي.

د افغانستان دعامي روغتيا وزارت وايي چي د ککړۍ هوا له امله د هغو ناروغانو په شميره کي د پام وړ زياتوالی راغلی چي د پوټوکي د تخريش، د سترګو او سرطان ناروغۍ څخه کړيږي.

د افغانستان د چاپريال ساتني د ملي ادارې مشر نجيب الله وايي چي د پلازميني کابل ۷۵ سلنه هوا د ترانسپورتي وسايلو د لوګيو له امله زيانمنه سوې ده.

نوموړی وايي چي هر کال افغانستان ته په زرهاوو عرادي هغه موټر را وارديږي چي په بهر کي چليدلي وي او د هوا د خرابيدو لامل ګرځي.

افغان دولت د دغي لانجې د مخ نيوي لپار له تيري يوې مياشتي راهيسي د پنجشنبې ورځ د عمومي رخصتۍ په توګه اعلام کړې ده.

د چاپريال ساتني د برخي ماهرين په دغه ښار کي د شنو پارکونو، ونو او نورو شنو ورشو ګانو کمی د دي لامل بولي چي هوا خرابه سي.

په ورته وخت کي د چاپريال ساتني اداري ريس د ځمکي مافيا هم د دغي لانجي يو بل لامل په ګوتو کوي او خبرداری ورکوي چي که چيري د مرکز د ځمکو د غصب مخه و نه نيول سي کابل ښار به په يوه داسي ښار بدل سي چي د هوا د خرابوالي له امله به د نړۍ په کچه بي ساري وي.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د پلازميني په ډيرو هغو سيمو کي چي يا د دولت تر ولکې لاندي وي او يا هم تفريح ځايونه شميرل کيدل خلکو ناقانونه کورونه جوړل کړل او په دې توګو يي چاپريال ته زيان ورساوه.

خو اوسنيو حالاتو ته په کتوسره داسي بريښي چي په لنډ محال کي د پلازميني د چاپريال پاکول اسان کار نه دی او ښايي څو لسيزو ته اړتيا وي تر څو په دغه برخه کي هغه پلانونه پلي سي کوم چي د مګړۍ يوازي په سپينو پاڼو ليکل سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل