1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چاپيريال ساتني اداره:په افغانستان بشري ناورين روان دی

۱۳۸۷ تیر ۳۱, دوشنبه

دافغانستان د چاپيريال ساتني ادارې په هيواد کي دهوا دککړتيا له کبله دسرتان، پوستکي اود تنفسي ناروغيو د ډيروالي خبرداری ورکړی دی

https://p.dw.com/p/EgLp
د کابل په منځ کي تيرسوی درياب چي د ټولو شاوخوا سيمو لښتيان پکښي راخلاص دي ولي خلګ د اوبو د نشتوالي د لاسه پکښي سابه او کالي مينځي
د کابل په منځ کي تيرسوی درياب چي د ټولو شاوخوا سيمو لښتيان پکښي راخلاص دي ولي خلګ د اوبو د نشتوالي د لاسه پکښي سابه او کالي مينځيانځور: picture-alliance / dpa

د چاپيريال ساتني د ادارې مرستيال داد محمد بهير په کابل کي په يوه خبري غونډه په افغانستان کي دهوا اوبو دککړتيا له امله دژوري اندېښنې په ښوولو سره وويل چي: دا سي حالات په افغانستان کي پر کوچنيانو دناوړي اغيزي کولو سره ماشومان له زهني اړخه کمزوري کړي او نورو هيوادوالو ته به روغتيايي ستونزي رامنځته کړي.

ده ديوې پوښتني په جواب کي خبريالانو ته وويل چي په افغانستان کي دچاپيريال دپاکوالی اوددې ستونزي دهوارۍ لپاره په کابل کي د يووشتو وزارتونو د استازو يوه غونډه رابللې وه. اوپه غونډه کي په افغانستان کي د چاپيريال ساتني په اړه بيلابيلي خبري وسوې .

د کابل د امبارو په انتقال کي د ښاروالۍ زور نه رسيږي
د کابل د امبارو په انتقال کي د ښاروالۍ زور نه رسيږيانځور: AP

نوموړي وويل چي په افغانستان کي ديوې سروې له مخه په سلوکي په 80 موټرو کي د بې کيفيته تيلو دسوځولواو په سلوکي 20 فيسده دکسافاتو له کبله هواککړه سوې ده. هغه په افغانستان کي په لويو ښارونو کي دهوا او اوبو پرککړتيا باندي هم اندېښنه وښووله او ويې ويل: که چيري ددې ستونزي دمخ نيوي دپاره گامونه پورته نه سي نو په افغانستان کي د خراب چاپيريال له کبله د وژونکو ناروغيولمن به پراخه سي.

بهير وويل چي:«په افغانستان کي يي ددولتي چارواکو څخه په وار وار دچاپيريال دپاکوالي په برخه کي د مرستي غوښتنه کړې ده. خو تر اوسه پوري چا ورسره مرسته نه ده کړې.

داسي ويل کيږي چي په روان وخت کي يوازي په کابل کي هره ورځ 10000ټنه کسافات راټوليږي چي چي له دې څخه يي يوازي 400 ټنه لېږدول کيږي او پاته نور پر خپل ځای پاته يي.

د کارپوهانوپه نظر دچاپيريال دککړيدو تر ټولو ستر لاامل د بې کيفيته نفتو کارول او په ښارونوکي د زړو موټرو گرځيدل راگرځيدل دي.