1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چاپيريال د نړيوال تړون مسوده جوړه سوه

۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه

د ملګرو ملتونو د چاپيريال په نړيوال کانفرانس کي د تړون پر مسوده تفاهم وسو. دا خبر د کانفرانس کوربه هيواد فرانسې ورکړی دی. فرانسې ويلي چي نړيوال بايد دغه فرصت ضايع نه کړي.

https://p.dw.com/p/1HMH7
انځور: picture-alliance/AP Photo

د آلمان د چاپيريال ساتنې وزيري باربرا هېنډريکس ويلي دي چي آلمان او اتحاديان يې د چاپيريال ساتنې په تړاو د جګو هدفونو د ټاکلو له پاره هلي ځلي کوي. هغې ويلي: «موږ به په تر ټولو کوچني مشترک تفاهم اکتفا ونه کړو.»

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورانت فابيوس د کانفرانس پر ګډون والو ږغ وکړ چي تفاهم سره وکړي. هغه وويل: «که هر يو پر دې ټينګار کوي چي ۱۰۰ فيصده به د هغه نظر منل کيږي نو بالآخر به موږ ټول په صفر فيصد لاس ته راوړنو بېرته کور ته روان يو.»

«بې ساری چانس»

د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير وينا و نړيوال تړون ته د رسېدو له پاره دغه يو بهترين او بې ساری چانس دی. د فابيوس په وينا په داسي يو چوکاټ کي به بیا و منزل ته د رسېدو داسي چانس په لاس رانسي.

لاورانت فابيوس ويلي چي د شنبې ورځي د غرمې تر ۱۱:۳۰ بجو پوري به د هيوادونو استازو ته د هغوی په ژبه ژباړل سوې هغه مسوده وړاندي کړي، چي د چاپيريال ساتنې له پاره د نوي نړيوال تړون له پاره ورباندي تفاهم سوی. دغه مسوده پسله زیاتو اوږدو بحثونو او هڅو څخه جوړه سوې. خو دا چي ايا د کانفرانس ګډونوال به دغه دغه مسوده تصويب هم کړي که څنګه، لا نه ده څرګنده.

دغه کانفرانس د دې له پاره رابلل سوی چي د کيوټو د نړيوال تړون د ميعاد ختمېدو وروسته د هغه ځای ونيسي. د کيوټو تړون ميعاد په ۲۰۲۰ مېلادي کال پای ته رسيږي.

خبري اتري ادامه لري

د پاريس په دغه کانفرانس کي د ۱۹۵ هيوادونو استازي ګډون کوي چي غواړي په اوږدمهاله توګه د مځکي د کورې د تودوښې د زياتېدو مخه ونيسي. هغه تړون چي د رامنځ ته کېدو له پاره يې هڅي رواني دي، مقصد به يې دا وي چي هيوادونه په چاپيريال ساتنه او د CO2 ګاز د استخراج په محدودولو ځان مکلفه کړي.

د تړون له پاره مسوده د يوې ورځي په ځنډ وړاندي سوې ده. د شنبې په ورځ به پر دغه مسوده مشورې ادامه ولري.