د څرخ ولسوالۍ اوسيدونکي د بهرنيو ځواکونو د عملياتو څخه سر ټکوي
۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبهدوی وايي له شپږو ورځو راهيسي د دغه ولسوالۍ مرکزي بازار د بهرنيو ځواکونو لخوا تړل سوی او چا ته د تګ راتګ اجازي نه ورکول کيږي.
د څرخ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي حاجي غزني ګل وايي:«څلور پنځه ورځي کيږي دوکانونه بند دي، پنځه شپږ نفره زخميان اوشهيدان سول، امريکايان د خلکو لپاره درد سرجوړ سوی.»
د سيمي يو بل اوسيدونکي وايي:« شپږ ورځي کيږي چي د څرخ بازار تړلی دی او امريکايانو بازار محاصره کړی دی له کورونو خلک باسي، هغه کسان چي له ځان سره بيايي ټول د شخصي خصومتونو له وجي او جاسوسان غلط راپورونه ورکوي.»
دغه اوسيدونکي له دولت څخه غواړي چي په څرخ ولسوالۍ کي افغان ځواکونه ځای پر ځای کړي او د عملياتو پر وخت له دغو ځواکونو څخه کار واخلي.
دوی خبرداری ورکوي که چيري دولت د دوی امنيت ټينګ نه کړي، خپلي سيمي به پريږدي.
خو د لوګر ولايت د امنيې قوماندان سمونوال غلام مصطفي محسني وايي: افغان او بهرني ځواکونه په ګډه ګزمې کوي او څو ورځي وړاندي دغو ځواکونو د يوه رپوټ پر بنسټ د څرخ ولسوالۍ په بازار کي عمليات کړي ول.
محسني وايي:« زموږ ګزمې د ايتلافي ځواکونو سره په شريکه توګه د څرخ په ولسوالۍ کي د امنيت د ساتلو لپاره ګمارل سوي دي.»
محسني وايي په ځينو وختونو کي خلک هم د مخالفينو ملاتړ کوي ، دوی ته په خپلو کورنو کي ځای ورکوي او ډوډۍ ورکوي.
د لوګر د امنيي قوماندان په خبره که د څرخ ولسوالۍ خلک امنيت غواړي نو بايد خپل ملاتړ له مخالفينو څخه پرې کړي.
د څرخ ولسوالي يوه غرنۍ سيمه ده، چي د چارواکو په خبره د دغه ولسوالۍ جغرافيايي حالت د دې عامل سوي چي د دولت مخالف وسله وال وکړای سي بې امنيتي را ولاړی کړي او دوی نسي کولای د بهرنيو ځواکونو پرته هلته عمليات ترسره کړي.
احمد فرهاد/ لوگر
کتونکی: نجيب الله زيارمل