1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د څرخي پله له زندان نه طالبان نه دي تښتېدلي»

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چي گويا د څرخي پله له زندان څخه يو شمېر طالب جنگيالي تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/15uB7
انځور: AP

په افغانستان کي يو شمېر کورنيو رسنيو د يوه افغان امنيتي چارواکي په حواله خبر ورکړی وو، چي د څرخي پله له زندان څخه نزدې ۱۵ تنه طالب بنديان د سه شنبې په شپه تښتېدلي دي.

طالبانو ويلي دي، چي په دغه زندان کي د دوی د بندي انډيوالانو له ډلي څخه يو شمېر ئې په تېښته بريالي سوي دي.

خو په کورنيو چارو وزارت کي د زندانونو عمومي رئيس جنرال امير محمد جمشيد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۲۲) له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل:«دا يوه ادعا ده، واقعيت نلري. خو د هغه سهولتونو له مخي چي موږ په اختر کي ورته جوړ کړي ول، ۸ تنو پلان درلود چي له زندان څخه وتښتي.»

د زندانونو عمومي رئيس وويل، چي د اختر په ورځو کي په زندان کي دننه د کوټو تر منځ دروازې خلاصي وي، چي دوی وکولای سي په خپلو منځو کي يو له بل سره تگ راتگ وکړي.

د اختر له ورځو پرته د زندانيانو د خونو دروازې يوازي د اړتيا، حاجت د رفع کولو، محکمې او يا ازادي هوا د تنفس کولو پر مهال خلاصيږي.

د جمشيد په خبره، له دغه وخت څخه په گټه اخيستني سره ۸ تنو پلان درلود چي وتښتي:«متاسفانه هغوی له دغه وخت څخه په استفادې سره د خپل بلاک تر غولي پوري ځانونه رسولي ول، خو امنيتي ځواکونه متوجه ول او هغوی ئې دوباره بيرته په خپلو خونو کي ځای پر ځای کړل. هيڅوک نه دي تښتېدلي.»

د ده په خبره، دغه ۸ تنه طالبان د هغو کسانو له ډلي څخه دي، چي ورته له ۱۶ څخه تر ۲۰ کلونو پوري د بند سزا ټاکل سوې ده.

د کابل د څرخي پله په زندان کي د طالب جنگياليو تر ټولو خطرناکه کسان بنديان دي. د کندهار له محبس څخه دوه واري په ډله ييزه توگه د بنديانو تېښتي د څرخي پله د زندان د ساتني په برخه کي هم انديښنې ډيري کړي دي.

هغه مهال چي د څرخي پله د زندان کنترول د افغانستان د عدليې وزارت په لاس کي وو، په زندان کي له بنديانو سره د توپکچې، چاقو او نورو سپکو وسلو د سته والي خبري کېدلې. خو اوس جنرال جمشید وايي، چي له هغه وخت راهيسي چي ددغه زندان مسئوليت د کورنيو چارو وزارت ته سپارل سوی دئ، بنديان دغو سپکو وسلو ته لاس رسی نه لري.
ده وويل، له هغه وروسته چي په زندان کي دننه د بې وسلې کولو عمليات وسول، خطرناکه بنديان يو له بله سره جلا سول او هغوی تر جدي څارني لاندي دي.

حسين سيرت کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل