د څرخي الوتکي په نسکوريدو سره ۹ تنه مړه ۴ ټپيان دي
۱۳۸۹ شهریور ۳۰, سهشنبهپه ژوبل سوو کسانو کي يو افغان سرتيری، د ايتلافي ځواکونو يو ملکي او يو پوځي کس هم شامل دي چي په سيمه کي د ناټو ځواکونو نږدې روغتون ته انتقال سوي دي.
د ايتلافي ځواکونو له لوري دويچه ويله ته په استول سوې وينا پاڼه کي راغلي چي دغه پيښه د تخنيکي ستونزي له امله رامنځ ته سوې ده.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چي دغه چورلکه د دوی په بريد کي نسکوره سوې ده.
احمدي له يوه ناڅرګند ځاي څخه د ټليفون په کرښه آلمان ږغ ته وويل چي دغه چورلکه يي د زابل ولايت د داي چوپان ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کي ويشتي او پکي سپاره ۱۹ سرتيري يي وژلي هغه ادعا چي د ناټو ځواکونه يي نه مني.
د ناټو دغه پوځي چورلکه په داسي حال کي را لويدلي چي د افغانستان په جنوبي کندهار ولايت کي د طالبانو پر ضد د بهرنيو ځواکو نوعمليات روان دي.
په وينا پاڼه کي دا ندي ويل سوي چي وژل سوي سرتيري د کوم هيواد وګړي دي.
خو په جنوب کي ډيري بهرني سرتيري د امريکا، کاناډا، برتانيې او ډنمارک له هيوادونو څخه دي.
له دي سره په روانه مياشت کي د وژل شويو بهرنيو سرتيرو شميره ۳۷ ته پورته سوه چي ۲۹ تنه يي امريکايان دي.
د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار هم پيښه تايد کړې.
هغه دويچه ويله ته وويل چي چورلکي په سيمه کي بهرنيو ځواکونو ته اکمالات رسول چي را ولوېده.
د رسوليار په خبره، د چورلکي د سقوط لامل تر اوسه ندی روښانه او په اړه يي پلټني پيل سوي دي.
په روان کال کي په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيو عسکر شمير ۵۲۹ ته رسيدلي په داسي حال کي چي په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي دغه شمير ۵۲۲ و.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل