د ځوانانو د ويني بانک د ډيرو خلکو ژوند ژغورلی
۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سهشنبهد ويني دا بانک چي تير کال جوړ سوى د ويني ورکولو له پاره يي ١٨کسانو نوم ليکنه کړې او د خوست په ولايتي روغتون کي يې د ويني د کمښت ستونزه کمه کړې ده.
د نوښتګرو ځوانانو د ويني بانک مشر داود افغان وايي، چي دا لړۍ يي د هيواد يو شمير نورو پوهنتونونو ته هم غځولې او لا يې هم د پراخيدو هڅي رواني دي.
نوموړي د ويني بانک په لومړۍ کليزه کي وويل، چي د تير کال راهيسي يي د محصلينو په وينه د ٧١٤ هيوادولو ژوند ژغورلى ، چي زياتره يي ښځي او ماشومان دي.
ښاغلى افغان وايي، دا کار يي له دې امله کړى چي ډير کله او په ځانګړي ډول د پيښو پرمهال د ويني نسشتوالي له امله يو شمير ناروغان په روغتون کي ساه ورکوي.
د خوست د شيخ زايد پوهنتون رئيس دوکتور ګل حسن وليزي دا کار د قدر وړ او نه هيردونکى و بلی او زياته يي کړه، چي د ټول هيواد ، د پوهنتونونو محصلين دي د شيخ زايد پوهنتون د محصلينو پر پلو پلونه کيږدي.
د طب پوهنځي يوه استاد ډاکټر ذبيخ الله احمدي وويل، چي وينه ايستل په روغتيايي لحاظ نه يوازي زيان نه لري، بلکي ځيني وخت د نه علاجه ناروغيو د درملني سبب ګرځي.
د خوست د عامي روغتيا رئيس ډاکټرهدايت الله حميدي وويل، چي ددې لوړ ګام په پورته کيدلو سره به د خوست د روغتونونو هغه هميشنۍ اړتيا کمه سي، چي تر اوسه ورسره د ويني د کمښت له امله مخامخ وو.
د يادولو وړ ده چي د خوست ځوانانو په نوښت دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي د وينو دغه ډول يو بانک پرانستل کيږي.
په افغانستان کي ډيری روغتنونه اکثره وخت د ويني له کمي سره مخامخ وي، او د راډيو گانو له لاري پر خلکو ږغ کوي چي د روغتنونو سره په وينه ورکولو کي مرسته وکړي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل