1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ځنګل کمپ» تخليې د فرانسې پلازمېنه هم اغېزمنه کړې ده

۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبه

د کالې په «ځنګل کمپ» کي تر ستر اور لګېدو وروسته په دغه کمپ کي د سرپناه د جوړښتونو د ليري کولو پروسه ادامه لري. د دغه کمپ تخليې په پاريس کي هم خپلي اغېزې ښودلي دي.

https://p.dw.com/p/2RmjP
Calais Räumung
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camus

د فرانسې په کالې سيمه کي «ځنګل کمپ» په بشپړه توګه له مهاجرو خالي سوی دی. په دغه کمپ کي د مهاجرو له خوا جوړ سوي اضطراري سرپناوې چي له ګودړانو، کارتن کاغذونو، لرګيو او پلاسټيکانو څخه جوړي سوي وې، زياتي يې سوځول سوي. اوس هم ځيني مهاجر هڅه کوي چي کمپ ته داخل سي خو پوليسو يې مخه نيولې ده.

په سيمه کي نوی «ځڼګل کمپ»؟

د دغې سيمي مسؤلې دولتي چارواکې فابيېن بوسيو، د پنجشنبې په ورځ وويل چي د دوشنبې تر ورځي به دغه کمپ په مکمله توګه ونړول سي. د هغې په وينا په تيرو درو ورځو کي تقريبا ۶۰۰۰ انسانان له دغه کمپ څخه نورو ځايونو ته انتقال کړل سوي دي او اوس دغه کمپ بالکل له انسانانو خالي دی.

د رسمي شمېرو له مخي د کالې د «ځنګل کمپ» تر تخليه کولو مخکي تقريبا ۶۵۰۰ مهاجر تر ډيرو بدو شرايطو لاندي اوسېدل چي پکښي اکثريت يې افغانان، ايتوپيايان، ايرتريايان او سوډانيان ول.

د پنجشنبې په ورځ يو عيني شاهد د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي اوس هم ځيني مهاجر تر کمپ دباندي حضور لري. خو چارواکي فابيېن بوسيو، ويلي دي چي «هغه کسان چي تر کمپ دباندي په شاوخوا سيمه کي سته، هغوی هغه کسان نه دي چي تر مخه په کمپ کي اوسېدل.»

بوسيو، ويلي دي چي چارواکي هيڅ داسي معلومات نه لري چي په دغه سيمه کي دي د مهاجرو له لوري نور ورته ځايونه د جوړېدو په حال کي وي.

پاريس اغېزمن سوی

تر دې مخکي چي دغه غير قانوني کمپ تخليله سي، په پاريس کي د هغو مهاجرو شمېر زيات وو چي په کوڅو کي به يې شپې تېرولې. خو له هغه وروسته چي د کالې «ځنګل کمپ» له مهاجرو خالي کړل سوی، د مرستندويه سازمانونو په وينا د پاريس په کوڅو کي شپه تېروونکو مهاجرو شمېر زيات سوی دی.

د يوه مرستندوی سازمان غړي د BFMTV ته په مرکه کي ويلي دي چي اوس تقريبا ۳۰۰ انسانان داسي دي چي په پاريس کي په کوڅو کي شپې کوي. د پاريس د ښاروالۍ د معلوماته له مخي د ښار په شمال ختيځ کي د ښاروالۍ ودانۍ ته نژدې تقريبا ۱۰۰۰مهاجر په کوڅو کي ژوند کوي.

ويل سوي چي د کالې کمپ تر تړل کېدو وروسته هره ورځ تقريبا د ۵۰ او ۷۰ تر منځ د ياد کمپ مهاجر و پاريس ته راغلي دي. په دې توګه سره نو د کالې کمپ تړل کېدو پر پلازمېنه پاريس هم اغېز کړی دی.

چارواکي وايي چي په پام کي لري، د سرپناه په برخه کي د مهاجرو وضعيت د بهتره کولو له پاره اضطراري مرکزونه جوړ کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.01.2016):