1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځای ناستو وزیرانو لانجه به له رخصتیو وروسته حل شي

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

ولسي جرګه وایي چي یو وار بیا ئې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چي د ځای ناستو وزیرانو پر ځای نوي وزیران جرګي ته د باور د رایو د تر لاسه کولو له پاره ور وپیژني او دغې لانجې ته د پای ټکی کښیږدي.

https://p.dw.com/p/13lKK
س مهال د افغانستان په کابیني کي اوه ځای ناستي وزیران کار کوي
اوس مهال د افغانستان په کابیني کي اوه ځای ناستي وزیران کار کويانځور: AP

له څه باندي دوو کلونو راهیسي د حکومت د کابیني یو شمیر وزیران او د ستري محکمې ځیني چارواکي د ځای ناستو په توګه دندې تر سره کوي.

د افغانستان د نوي پارلمان د کاري دورې په لومړيو اونیو کي د ځای ناستو وزیرانو د کار دوام د پارلمان او حکومت تر منځ يوه ډیره شخړیزه موضوع وه. خو دا موضوع د پارلماني ټاکنو د مشروعیت په اړه د بحثونو تر ګرمیدو وروسته له پامه ولوېده.

د ولسي جرګې منشي، عبدالقادر قلاتوال، وایي دوی له حکومت سره په تماس کي دي او د پارلمان له کلنیو رخصتیو وروسته به د ځای ناستو وزیرانو د برخلیک روښانه کول، د دوي له کاري لومړیتوبونو څخه وي.

قلاتوال وايي چي د رخصتیو وروسته به پارلمان په لومړۍ اونۍ کي پر دې موضوع بحث وکړي. د قلاتوال په خبره ولسي جرګه د تیر کال له نیمايي راهیسي له ولسمشر کرزي څخه همدا غوښتنه کوي چي د کابینې پاتي وزیران وروپیژني.

دا په داسي حال کي ده چي په پارلماني چارو کي د دولت د وزارت معین، کریم باز، وایي د پارلمان د رخصتیو له بشپړیدو سره سم به لومړی د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو کار پيل شي او ورسره جوخت به د ځای ناستو وزیرانو برخلیک هم روښانه شي.

د باز په خبره افغان حکومت تیر کال په ډیرو لویو مسایلو کي بوخت وو نو ځکه و نه توانید چي پاتي وزیران د باور د رایو تر لاسه کولو له پاره پارلمان ته ور وپیژني.

تر اوسه پوري نه ده روښانه چې پارلمان ته به کومي څيري د حکومت د نویو وزیرانو په توګه د باور د رایو د تر لاسه کولو له پاره ور وپیژندل شي. اټکل کیږي چي افغان حکومت به ځیني ځای ناستي وزیران هم پارلمان ته د اعتماد د رایو د ترلاسه کولو له پاره ور وپیژني.

اوس مهال د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسماعیل خان، د عامې روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل، د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین، د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر داود علي نجفي، د لوړو زدکړو وزیر سرور دانش او د ښاري پراختیا وزیر سلطان حسین حصاري د سرپرستو وزیرانو په توګه دنده تر سره کوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش