1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ځانمرگو بریدونو پر وړاندې غږ پورته کړئ»

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي پر دیني عالمانو باندې غږ کړی دﺉ چې د ځانمرګو بریدونو د تر سره کوونکو او پلانونکو پر وړاندي له چوپتیا څخه لاس واخلي او په مسجدونو او تکایوو کې دغه عمل وغندي.

https://p.dw.com/p/165Lr

افغان ولسمشر حامد کرزي، د جمعې په ورځ په کابل کې د علماو شورا له غړو او د سني او شیعه ډلو له یو شمیر مخورو سره په غونډه کې افغان علماو ته وویل چې د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی دښمنان هغه کسان دي چې د مسلمان په جامه کې بي ګناه خلک وژني.

کرزي په داسې حال کې پر دیني علماو باندې د ځانمرګو بریدونو پر وړاندې د غږ پورته کولو غږ وکړ چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ  کې د جنازې په مراسمو کې یو ځانمرګی برید وشو چې له کبله ئې شاوخوا اویاوو تنو ولسي وګړو ته ‎مرګ ژوبله واوښته.

کرزي وویل چې ‎د دغو بریدونو پر ضد په روانو کمپاینونو کې دیني عالمانو خپله ونډه په سیمه توګه نه ده تر سره کړي. هغه زیاته کړه: «اسلام ته تر دې لوی ضرر څه کیدای شي. د دین په نامه او د مسلمان په نامه مسلمانان په ډله ییزه توګه وژل کیږي او پر دې سربیره په غیر اسلامي نړۍ کې موږ بدنامیږو. علما باید خپله  دنده په سمه توګه ادا کړي.»

په تیره یوه میاشت کې د افغاستان په میدان وردګو، نیمروز، ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه وشول چې له کبله ئې شاوخوا ۳۵۰ تنه ووژل شول.

افغان ولسمشر  له دیني علماو څخه وغوښتل چې که چیرې د دغو بریدونو د شریعت خلاف اړخ بربنډ نه کړي نو «هغوي به هیڅ کله هم خپل دیني او ایماني مسئولیت ادا کړی نه وي.»

حامد کرزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو له مینځه پر بهرنیو روزنکو وروستي بریدونه د بهرنیانو کار وباله. کرزي وویل چې بهرني لاسونه غواړي چې افغان ملي پوځیان و نه روزل شي او د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته دغه ملک یو ځل بیا د اجنبیانو د غوبل په ډګر واوړي. هغه زیاته کړه:

«هغوی یعنې بهرنیان غواړي چې د افغان ځواکونو روزونکي ووژني او بهرنیان له افغانستان څخه ووځي. او بیا افغانان پاتې شي چې نه روزل شوي وي او نه هم تجهیز شوي. او بیا ګاونډیان خپل پوځیان د دوست په جامه کې د دښمن په توګه را واستوي.»

افغان ولسمشر همدا راز پر دیني علماو او ملایانو باندې غږ وکړ چې له جوماتونو څخه د پوځيانو د ملاتړ له پاره تبلیغ وکړي ترڅو په ولسونو کې پر هغوی باندې د باور کچه لوړه شي:

«دا ستاسو دیني او ملي دنده ده چې په مسجدونو کې د ملي اردو د ملاتړ له پاره تبلیغ وکړئ.»

افغان ولسمشر په داسې وخت کې پر دیني علماو غږ کوي چې د پوځيانو ملاتړ وکړي چې ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونه په تدریجي توگه د ۲۰۱۴ کال تر پایله پورې له افغانستان څخه ووځي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش