د ځانمرگو بريدو پرخلاف د علماوو غونده
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبهدیني عالمانو، ملایانو او د کابل ښار یو شمیر ولسي خلکو په دغه غونډه کې د ځانمرګو بریدونو مسئله وڅېړله او په اوسینو شرایطو کې یې د دغو بریدونو د پلان جوړونکو او تر سره کونکو په اړه بحثونه وکړل.
دیني عالمانو دغه بریدونه وغندل او ټینګار یي پر دي وو چې دا بریدونه د هغو کسانو له خوا تر سره کیږي چې له دیني او فکري پلوه کمزوري او د پردیو د پلانونو ښکار ګرځي.
د غونډي ګډونوال دیني عالم ملا تورجان وویل ځانمرګی برید هیڅ راز مشروعیت نه لري او هغه کسان چې دا بریدونه تر سره کوي د خارجي استخباراتي کړیو له خوا روزل شوي چې د افغانستان د بربادۍ په لټه کې دي:
«د هغه چا جهنم ځای دی چي مسلمان وژني. په قران کې راغلي دي چې بنده ګان بايد ځانونه په قصدي ډول د هلاکت ځای ته برابر نه کړي.»
ځانمرګو بریدونه په ورستیو کلونو کې د دولت ضد زورپالو له خوا په بې ساري توګه زیات شوي دي.
د کابل ښار د پنجشنبې د ورځي پیښه هم د همداسي یوه کس له خوا رامنځ ته شوه. دغي پيښي د دیني عالمانو پر غونډه باندي سیوری غوړولی وو او یو شمیر ولسي خلکو ویل چې په دغسي بریدونو کې ډیره مرګ ژوبله کوچنیانو، ښځو او هغو بېګناه افغانانو ته رسیږي چې په هیڅ اړخ پوري هم تړاو نه لري.
د غونډي دوو تنو ګډون والو له دویچه ویله سره په خبرو کې خپل نظرونه داسي شریک کړل: َپه دې بریدونو کې عام خلک، زموږ بچیان او زنانه پکې مړه کیږي د دې کار غندنه کوو ځکه دا یو ناجایز کار دی.»
که څه هم په تیرو څو کلونو کې افغان حکومت یو شمیر ځانمرګي برید کوونکي له بریدونو دمخه له وسلو او چاودو موادو سره نیولي دي خو بیا هم په ټوله کې د دغه ډول بریدونو د تر سره کیدو مخه په یو مخیزه توګه نه ده نیول شوې.
د دیني عالمانو دغې غونډي ته جهادي مشر صبغت الله مجدیدي هم وینا وکړه. هغه، ځانمرګي برید کوونکي هغه کسان وبلل چې په وینا یي د پاکستان د استخباراتي کړۍ ای اس ای له خوا يي مغزونه مینځل کیږي او په دې بهانه چې گويا افغانستان کې جهاد روا دی را استول کیږي. هغه وویل:
«هغوی فکر کوي چې ریښتیا په نیغه به جنت ته ځي خو حقیقت دا دی چې جنت ته نه بلکې دوږخ ته به ځي، ځکه ځان وژنه په اسلام کې هیڅ راز جواز نه لري.»
غونډي ته دیني عالمانو په غوڅ اکثریت سره وویل "د دې ضد اسلامي او ضد بشري عمل چې څومره غندنه وشي لږ ده، د دې بریدونو له امله افغان ولس ته په تیره یوه لسیزه کې ډیر زیان رسیدلی او سخت یي دردمن کړي دي.
په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي د عالمانو دیني شورا او یو شمیر مدني بنسټونو د کابل د پنجشنبې د ورځي ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغانده.