د پېگیدا لاریون د احتمالي گواښ له کبله لغو شو
۱۳۹۳ دی ۲۸, یکشنبهد پېگیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد وطنپال اروپایان) سازمان له لوري په یوه اعلامیه کې په دریسدن کې د دوشنبې د ورځې له پاره د پلان شوي لاریون د لغو کیدو په دلیل کې ویل شوي دي چې د آلمان د امنیتي ادارو له خوا داسې معلومات ورکړل شوي دي چې ښایي د لاریون په ترڅ کې د دغه سازمان د ټیم د یوه غړي د ترور هڅه وشي.
د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې دغه گواښ د پېگیدا سازمان تنظیمونکي لوتڅ بخ، ته متوجه دی. نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې د جمعې په ورځ د بهرنیو استخباراتو له لوري په دې هکله آلماني چارواکو ته معلومات ورکړل شوي وو. د «دیر شپیگل» په نوم آلمانۍ مجلې هم رپوټ ورکړی وو چې «د جهادیانو د کشف شوو ارتباتي مکالمو په ترڅ کې» پر پېگیدا باندې د احتمالي بریدونو په هکله خبرې شوي دي.
«د ډاډ وړ امنیتي طرحه نه شته»
د پېگیدا تنظیموونکو ویلي دي چې په تنگ وخت کې د ډاډ وړ امنیتې طرحې باندې کار نه شي کیدای: «له دې کبله موږ دا غیر مسووله گڼو چې زموږ خواخوږي پلویان او ښار د یوه نه اټکلیدونکي خطر سره مخامخ کړی شي.» د دغه سازمان د تنظیموونکو له لوري زیاته شوې ده چې د دغه اتحاد له پلویانو څخه غوښتل شوي دي چې د دریسدن ښار ته سفر و نه کړي.
د پېگیدا تنظیموونکو د لاریون د لغو کیدو اعلان د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه هم خپور کړی دی. خو تر مخه د دریسدن ښار پولیسو د لاریون لغو کیدل نه وو تائید کړي. هغوی ویلي دي چې دغه خبر د دریسدن د ښار د لاریونونو د اجازې ورکولو اړونده چارواکي تائیدولای شي. خو دا چې د یکشنبې ورځ په آلمان کې رخصتي وي، نو چارواکي د دې خبر د تائید له پاره موجود نه ول.
د پېگیدا سازمان د تیر میلادي کال د اکتوبر میاشتې راهیسې په منظمه توگه د لویدیځ د اسلامي کیدو پر ضد او د پنا غوښتنې په قانون کې د سختوالي د راوستلو له پاره لاریونونه کوي. د پولیسو د معلوماتو له مخې د تیرې دوشنبې په ورځ شا او خوا ۲۵۰۰۰ کسانو په دریسدن کې په لاریون کې برخه اخیستې وه.
په عین وخت کې د دریسدن پولیسو د ترهگرۍ د خطر له کبله د دوشنبې د ورځې له پاره پر ټولو پلان شوو لاریونونو بندیز لگولی دی. همداشان د پېگید