1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پېړۍ ترپايه به د نړۍ نفوس ۱۱ ميليارده وي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

د ملگري ملتونو د اټکلونو له مخي د رواني پېړۍ تر پايه پوري به د نړۍ د وگړو شمیر تر۱۱ میلیاردو واوړي. د دغه نفوس نیمایې برخه به په نهو هیوادونو کې وي چې پاکستان به هم پکښې شامل وي.

https://p.dw.com/p/1G7mR
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو له خوا په یوه تازه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: تمه کیږي چې تر۲۰۳۰ کاله پوري به د نړۍ نفوس ۸،۵ میلیارده او تر ۲۰۵۰ کاله پوري به ۹،۷ میلیاردو ته ورسیږي.

رپوټ زیاتوي چې د رواني پيړۍ تر پایه پوري به د نړۍ وگري۱۱،۲ میلیاردو ته ورسیږي.

داسي وړاندوینه هم شوې ده چې په ۲۰۲۲م کال کې به د هندوستان نفوس د چین تر نفوس هم زیات شي. په نړۍ کې د نفوس په هکله اټکلونه د راتلونکي له پاره د ښه پلان جوړوني په برخه کې مرسته کوي.

د کارپوهانو په اند په نړۍ کې د تودوخي د درجې لوړیدل، لوږه او د بې وزلۍ په شان مسائلو سره د مبارزې په برخه کې د نفوس په هکله ترسره کیدونکي سروې گاني ډیر ارزښت لري.

اوس د نړۍ نفوس ۷،۳ میلیارده دی، په داسې حال کې چې چین او هندوستان هر یو یې تر یو یو میلیارد ډیر نفوس لري. په ډیري چټکۍ سره د نړۍ مخ پر ډیریدونکي نفوس په هکله په دې رپوټ کې ویل شوې دي چې تر۲۰۵۰ کاله پوري به د نړۍ د نفوس نیمایې برخه په نهو هیوادونو کې وي.

هند، نایجیریا، پاکستان، کانگو، ایتوپیا، تانزانیا،امریکا او اندونيزیا به هغه هیوادونه وي چې د درستي نړۍ نيمايي نفوس به پکښې وي.

رپوټ زیاتوي چې تر۲۰۵۰م کاله پوري به نایجیریا تر هندوستان او چین وروسته د نفوس له اړخه د نړۍ دریم لوی هیواد وي. په افریقا کې د وگړو شمیر په ډیري چټکۍ سره مخ پر ډیریدو دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ تر۲۰۵۰م کاله پوري به په نړۍ کې د هغو کسانو شمیر د اوس په پرتله دوه برابره شي چې شپیته او یا تر دې دېر عمر لري. په داسې حال کې چې تر ټولو ډېر زاړه خلک به په اروپا کې وي.

پاکستان د نفوس د ډیروالي په برخه کې د نړۍ ۶ شپږم هیواد دی. که له یوې خوا په آسیا او افریقا کې د نفوس شمیر په ډیرې چټکۍ سره مخ پر ډیریدو دی له بلې خوا په اروپا کې دغه رقم په پرله پسې ډول مخ پر کمیدو دی.

رپوټ زیاتوي دا چې په اروپا کې د زیږیدونکو ماشومانو شمیر مخ پر کمیدو دی، نو د رواني پيړۍ تر پایه پوري به د دغي وچي د وگړو شمیر تر اوسني هم لږ شي.