1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیګیدا له یو کلنۍ سره اندېښنې هم ډیري شوي

۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

پرون په زرونو کسان د آلمان دریسدن ښار ته تللي ول، څو د پیګیدا لومړۍ کلیزه ولمانځي. په سپتمبر میاشت کې د کډوالو د راتګ اندیښنو دې ښی اړخه غورځنګ ته یووار بیا سا ورکړه او يوه احساساتي لاریون ته یي زمینه برابره کړه.

https://p.dw.com/p/1GqwK
انځور: Getty Images/S. Gallup

د دریسدن ښار د اوپیرا هاوس ودانې مخه ورو ورو له ښځو او نارینه وو څخه، چې ډیری یي د منځنې عمر خلک وو، ډک شو.

خلکو له ځانونو سره بیرغونه راوړي ول، ځینو د آلمان محلي او ځینو بیا ملتپاله بیرغونه خوځول او د ستیژ لور ته په حرکت شول.

د دریسدن یو اوسیدونکې چې شاو خوا ۷۰ کلن دی وایي: «موږ د ۴۵ کلو له پاره کار وکړ او اوس د تقاعد په ډیرو کمو پیسو ګوزاره کوم. خو مهاجرو ته دا هرڅه په یوه نقره ای قاپ کې وړاندي کوو.» د هغه دوه نور ملګري چې د آلمان کوچني بیرغونه يي په لاس کې نیولي دي او له تیر یو کال څخه د پیګیدا د دوشنبې ورځو مظاهرو کې ونډه اخلي، د سر خورولو سره د دریسدن له دې اوسیدونکې خبري تایید کړې.

یو بل سړی چې د ۳۰ کلو ښکاري او کنفدرالي بیرغ، چې په امریکا کې د تعصب نخښه ده، په لاس کې لري د پیګيدا په ملاتړ داسې وایي: «که د سیمې په کچه فکر وکړو، د سیمو په کچه عمل وکړو نو بیا کولای شو خپل کلتور او فرهنګ وساتو. موږ باید در بروکسل له دیکتاتورۍ او د واک له مرکزي کیدو څخه چې زموږ فرهنګ ته ګواښ دی، ځانونه وژغورو.»

د یوه ساعت په اوږدو کې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې کسان په دې ځاې کې سره راټول شول، څو د کډوالو، اسلام، لوړپورو چارواکو او رسنیو «د دروغو رسنیو» په اړوند خپل ډار په رسمي توګه وښيي.

د آلمان د عدليې وزیر هایکو ماس، خبر داری ورکړی وو چې هر هغه څوک چې د ښی اړخه افراطیانو ملاتړ کوي په تاوتریخوالي کې شریک دي. خو دلته دوه ځوانان د عدلیي د وزیر د څرګندونو په اړه اندیښنه نه لري، هغوی وایي: «ماس د همدې نظام برخه ده او د خپلي چوکۍ له لاسه ورکولو څخه ویریږي.»

د پیګیدا پر ضد غږونه

کله چې د پیګیدا بنسټ ایښودنکی لوتس باکمان، ستیژ ته راغی نو په زرونو نورو مظاهره کوونکو له ایلبا سیند څخه تر تیریدو وروسته دریسدن ښار ته راننوتل. د ښی اړخه افراطیانو او د پیګیدا ضد مظاهره کوونکو ترمنځ په واټن کې توري جامې لرونکې د مظاهرو ضد پولیس ځای پر ځای شول.

د پیګیدا ضد مظاهره کوونکو خپل شعارونه پیل کړل «نازیانو ووځي! نازیانو ووځی». په ځواب کې د سرک له بلې غاړي یوه پټاکۍ فیر شوه چې د هغو مظاهر کوونکو خوا ته وچاودیدله چې د سولی او میني نعرې یې وهلې.

د مظاهرو ضد پولیس د دې سیمي امنیت د ټینګولو له پاره راغلي او د پیګیدا د مظاهرې شاوخوا ټول واټونه يي بند کړي. هغوی له هر چا څخه چې غواړي د مظاهرې سیمه ته ننوځي پوښتنې کوي. د دوشنبې په ماښام تر ۲۰۰۰ پولیس د دریسدن ښار واټونو ته راوتلي ول.

په دریسدن ښار کې ورځنی ژوند داسي نه دی

د دوشنبې ورځې له مظاهرې څخه مخکې د دریسدن ښاروال دیرک هیلبیرت، د تعصب، نفرت او تاوتریخوالي ضد یوه اعلامیه خپره کړه. هغه همداراز د پیګیدا ضد په فیسبوک کې هم یو کمپاین پیل کړ.

همدا راز د «نازیان څخه پاک دریسدن ګروپ» له نورو ډلو سره په همغږی د ښی-اړخه افراطیانو د غورځنګ په مقابل کې تقریبا ۱۳۰۰۰ کسان په دې شرقي ولایت کې راټول کړي دي.

د پیګیدا ضد مظاهره کوونکو له ډلې څخه یوه نجلۍ وایي: «دا بحث اوس صرف د ښی او کیڼ اړخو تر منځ دی». دا نجلۍ او د هغې ملګري په تیر کال کې څو واري مظاهرو ته راغلي دي، څو د هغه ګروپ ضد خپل مخالفت وښيي چې په یوه کال کې یي ډیره وده کړې ده او د دریسدن ښار ته یي هم ضربه ورکړې ده. د دې ښار توریزم دوه سلنه کم شوی ده. دې پیغلې زیاته کړه: «دا هغه څه نه دي چې تاسي به یي زموږ په روزمره ژوند کې ووینۍ.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب