1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیښور پر نړیوال هوایي ډگر برید شوی

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه

د پیښور پر نړیوال هوایي ډگر د ځانمرگي او راکټي بریدونو په پایله کې څلور ملکي وگړي وژل شوي دې او شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان شوي دي. د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستي ده.

https://p.dw.com/p/173Kr
انځور: AP

د رپوټونو په حواله دغه برید د شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۵) ناوخته تر سره شوی دی، چې موخه یې د پیښور په نړیوال هوایي ډگر کې د جنگي جیټ او څرخي الوتکو په نخښه کول ول. زیاته شوې ده چې هوایي ډگر ته څیرمه د دولتي سرتیرو او برید کوونکو تر منځ وسله واله نښته هم رامنځ ته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې څلور تنه برید کوونکي ښکیل ول. هغه زیاته کړې:

«یوه برید کوونکي چې موټر یې چلاوه ځانمرگی واسکټ اغوستی وو. هغه خپل موټر د هوایي ډگر له بهرني دیوال سره وجنگاوه. بل برید کوونکي چې هغه هم ځانمرگی واسکټ اغوستی وو تر موقع د مخه ځان الوزولی دی چې خپل درې تنه برید کوونکي یې هم وژلي دي.»

Bombenanschlag in Pakistan am 15.12.2012
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې: «پر هوایي ډگر باندې توغندي هم توغول شوي دي، خو برید کوونکي په دې کې پاتې راغلي دي چې خپل هدف ته ورسیږي. د څلورو برید کوونکو جسدونه له پولیسو سره دي. د پیښور هوایي ډگر او ورته څیرمه پوځي مقر ته کوم زیان نه دی اوښتی.» یوه بل تن چارواکي ویلي دي چې پنځه تنه یاغیان وژل شوي دي.

د جاوید خان مروت په نوم یوه دولتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پیښور هوایي ډگر په داخل کې دوه توغندی لگیدلي دي. د هغه په وینا دغه راکټونه پیښور ته څیرمه له نیمه خودمختاري قبایلي سیمي څخه توغول شوي دي. دغه سیمه له طالبانو او له القاعدې سره د تړاو لرونکو ډلو پوخ سنگر گڼل کیږي.

هغه زیاته کړې ده: «دریم راکټ د هوایي ډگر پر دباندي دیوال او پر یوه موټر بااندي لگیدلی دی چې په موټر کې ناست دوه تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. دوه نور راکټونه پر استوگنځایونو باندي لگیدلي دي چې په لسگونو کسان یې ټپیان کړي دي.»

مروت، د پاکستان له دولتي تلویزون (PTV) سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه حمله کې «درې تنه ترهگر او یو ځانمرگی برید کوونکی» وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د خېبر ټیچنگ، روغتون ویاند ویلي دي چې تر برید وروسته څلور جسدونه او ۵۰ تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. د عمر ایوب په نوم یوه تن ډاکټر هم د مرگ ژوبلې دغه شمیر تائید کړی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، د فرانسې خبري آژانس ته له یوه نامعلوم ځای څخه د تلیفون پر کرښه د دغې پیښې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند دا خبره تائید کړې ده چې هوایي ډگر تړل شوی دی، خو ویلي یې دي چې د هوایي ډگر ترمینلونو ته کوم زیان نه دی اوښتی: «په دې وخت کې د پاکستان ټول هوایي ډگرونه د تیارسئ په حالت کې دي. د پیښور هوایي ډگر ته راتلونکي پروازونه اوس اسلام آباد او لاهور ته ورځي.»

AFPE/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل