1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتیکا ځانمرگي برید ۸۹ تنه وژلي دي

فرید الله ظاهر۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ویلي دي چې د پکتیکا ولایت په ځانمرگي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۸۹ تنو رسیدلی دی. په دې برید کې تر ۴۰ تنو ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1Cd3b
انځور: Reuters

عظیمي ویلي دي چې افغان ملی اردو اوس سیمې ته څرخي الوتکې او امبولانسونه استولي دي ترڅو د ټپي شویو کسانو له لیږد سره مرسته وکړی. د دغه چارواکي په خبره چادونې ۴۲ تنه ټپیان کړي او شاوخوا ۲۰ پلورنځایونه یې له منځه وړي دي.

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان مرستیال نصیر احمد عبدالرحیمزي، دویچه ویله ته په یوه تلیفوني تماس کې ویلي وو چې پېښه د «وطن د دښمنانو» له خوا رامنځ ته شوې ده. افغان چارواکي ډیر وخت دغه عبارت د طالب جنگیالیو له پاره کاروي. دغه چارواکي په لومړی سر کې په پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۱ تنه ښوولی وو.

د دغه افغان چارواکي په خبره چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کله چې امنیتي ځواکونو د موټر چلوونکي وپیژند نو هغه چاودنه رامنځ ته کړه.

پيښه د پکتیکا ولایت د اورگون ولسوالۍ په یوې گڼه گونه سیمه کې رامنځ ته شوې ده. اټکل کیږي چې د پیښې څه نا څه ټول قربانیان ملکي وگړي وي ځکه د پکتیکا ولایت د پولیسو د مرستیال په خبره د پیښې پر مهال په سیمه کې یوازې دوه تنه پولیس موجود وو.

د ارګون ولسوالۍ يوه اوسيدونکي ناصرخان له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په ځانمرګي برید کې ټول هغه ملکي خلک وژل شوي دي چې د روژه ماتې له پاره ښار ته د سودا اخیستلو په موخه راغلي وو. هغه زیاته کړې ده چې د پیښې یو شمیر نور قربانیان په سیمه کې پلورونکي دي. د ناصر خان په خبره د برید په پایله کې یوازې د هغه د کلي د یوې کورنۍ پنځه او د یوې بلې کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.

لا تر اوسه پورې د پیښې نور جزئیات په لاس کې نه شته. خو ښاغلي عبدالرحیمزي ادعا وکړه چې پېښه د افغانستان د پولو بلې غاړې ته پلان شوې ده.

د خوست پر سرحدي ځواکونو برید

له بلې خوا د خوست په ولايت کې د ديورند کرښې له بلې غاړې څخه د افغان ځواکونو پر پوستو باندې بريدونه شوي چې له کبله یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتي. د خوست ولایت د امنيت امر سمونوال محمد يعقوب، دويچه ويله ته وويل چې دا بريد د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شوۍ په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر مرکز باندې شوى دی. د دغه افغان چارواکي په خبره برید د افغانستان د پولې له بلې غاړې راغلو یاغیانو ترسره کړی.

محمد یعقوب وویل: «دا بريد نن سهار وختي پيل شوى. تر اوسه پورې په کې څلور تنه سرحدي پوليس، يو قومي اربکي او ١١ تنه وسله وال وژل شوي دي.» دې افغان چارواکي روښانه کړه چې په سیمه کې نښه اوس هم دوام لري: «اوس چې د ورځې ١٢ بجې دي بريد دوام لري او سيمې ته ډېر افغان ځواکونه رسيدلي دي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د کارکوونکو پر موټر باندې برید کې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د کارکوونکو پر موټر باندې برید کې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.انځور: Reuters

د سړک د غاړې ماین د ولسمشرۍ ماڼې دوه کارکوونکي ووژل

په یوې بلې جلا پیښې کې بیا د کابل پولیسو ویلي دي چې د سړک د غاړې ماین د کابل په څنډو کې د ولسمشرۍ ماڼې دوه کار کوونکي وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو دوو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان امنيتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي دي. په دغو بریدونو کې ډیر وخت ملکي وگړو ته سخته مرگ ژوبله اوړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب