1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيا پوهنتون محصلين په يوه مارکيټ کي شپې او ورځي تيروي

۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبه

د پکتيا پوهنتون تر اوسه په درو دورو کي سلګونه محصلين فارغ کړي دي خو اوس مهال ددې پوهنتون محصلين شکايتونه کوي چي دليليې پر ځاى د ښار په مارکيټونو کي شپې او ورځي تيروي.

https://p.dw.com/p/OCO2
دوئ شكايت كوي چي په ماركېټ كي د شور ما شور له امله نه سي کولای چي سمه مطالعه وکړي.
دوئ شكايت كوي چي په ماركېټ كي د شور ما شور له امله نه سي کولای چي سمه مطالعه وکړي.انځور: DW

د پکتيا پوهنتون اووه كاله د مخه جوړ سوى او اوسمهال يې په دوو پوهنځيو کرهڼه،او ښوونه او رورزنه کي د بيلابيلوسيمو څخه شاوخوا 1000 تنه محصلين زده کړي کوي.

د دوئ په خبره چي، پوهنتون يې د ليليې بلاکونه نه لري او محصلين يې د ليليې پرځاى د ګرديز ښار د مركزي څلورلاري په لويديځه څنډه کي په يوشخصي درې ماركېټ كي اوسېږي.

دوئ شكايت كوي چي په ماركېټ كي د شور ما شور له امله نه سي کولای چي سمه مطالعه وکړي.

دپکتيا پوهنتون محصلين د اړوند وزارت څخه وغوښتنه کوي چي د ليليې دپاره دي ورته ژر تر ژره د ښار څخه ليري وداني جوړه کړي اويا دي هم ورته د زده کړي هغه سهولتونه چي د هيواد د نورو پوهتنونو محصلين ځني برخمن دي برابرکړي.

د پكتيا پوهنتون دپاره تراوسه پورې درې ودانۍ جوړي سوي دي چي،دوې يې تدريسي او يوه ودانۍ يې هم ليلېه ده.

د پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار د ليلې ستونزه مني او وايي چي، د ليلي دپاره يې يو بلاك جوړ كړى چي، يوازي د درو سوو محصلينو د اوسيدو ځاى لري.

دنوموړي په خبره دځينو ستوونزو له امله يې تر اوسه پوري د ډوډوۍ خوړلو او پخولو دپاره کوم ځانګړى ځاى نه دى ترتيب کړى.

دپکتيا پوهنتون رئيس وايي چي، اوس محصلينو ته په هره مياشت كي دليليې پرځاى 1800 افغانۍ وركول كېږي خو په دې سره يې د محصلينو په خبره د ليلې اړتياوې نه سي پوره کيداى.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل