1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيا پوهنتون زراعت پوهنځي ته ودانۍ جوړيږي

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه

د پکتيا پوهنتون د زراعت پوهنځي له پاره د نوې ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوې دي او په بشپړيدو به ئې د دغې پوهنځي د ډيرو محصلينو ستونزې هوارې شي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/16MRh

د پکتيا پوهنتون رئيس عبدالرحيم فراهي، وايي چې دا ودانې د پوهنتون په څلورديوالۍ کې دننه موقعیت لري او د يوه افغان ساختماني شرکت له لوري ئې د جوړویدو چارې پرمخ بيول کيږي.

هغه وايي دا ودانۍ به په درو پوړو کې ١٦ درسي خونې او نور ټول ملحقات ولري. د فراهي په خبره دغه ودانۍ چې ۸۰۰ زره امریکایي ډالره لگښت پرې راځي، د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کیږي.

عبدالرحيم فراهي دغه راز زياتوي چې دا مهال په پکتيا پوهنتون کې د يوه لوې کتابتون او د کتابونو د مطالعې له پاره د يوه تالار د جوړویدو چارې هم پيل شوي دي. د هغه په خبره دغه تالار به دوه پوړونه ولري او په یوه وخت پکښې ۳۵۰ تنه ځایدلای شي.

ښاغلى فراهي وايي چې پر دغه ودانۍ به څه باندې ۵۰۰ زره امريکايي ډالر مصرف راشي چې ټول لگښت ئې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR له لوري ورکول کیږي.

د چارواکو په وینا د پکتيا پوهنتون له پاره د کتابتون او تالار د ودانیو د جوړويدو چارې ٣٠ سلنه بشپړې شوي دي او ډیر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

پکتيا پوهنتون چې څو کاله تر مخه جوړ شوى دئ، دا مهال ئې په پنځوو پوهنځيو کې ۳۵۰۰ محصلين په زده کړو بوخت دي، چې د هغې له جملې څخه سل تنه نجونې دي.

خوست/ فرید الله ظاهر
کتونکی: سید ریاض