د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ ولمانځل سوه
۱۳۸۹ شهریور ۹, سهشنبهنن د سنبلي د مياشتي نهمه نيټه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي سره برابره وه.
له دغي ورځي څخه هر کال په افغانستان کي يادونه کيږي.
د دغو دوو ټبرونو د پيوستون له ورځي څخه نن د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او د ډيورنډ د دواړو غاړو پرتو پښتنو او همدا راز بلوڅ مشرانو او مخورو په ګډون يادونه وسوه.
د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي څخه د ۱۳۲۸لمريز کال را پدي خوا کله چي هند په دوو برخو يعني اوسني هند او پاکستان وويشل سو په افغانستان کي د کرښي د هغي غاړي د بلوڅو سره د پيوستون په پلمه لمانځنه کيږي.
غونډي ته چي په کابل کي جوړه سوې وه حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو پښتنو او همدا راز د بلوڅو ګڼ شمير کسان را بلل شوي ول.
ډيري ګډون والو افغان حکومت د دوئ غوښتنو ته په نا پاملرني تورن کړل.
دواړو ټبرونو د نړۍ له زبرځواکونو غوښتنه وکړه چي په يوه او بل نامه د دوئ له ټکولو څخه لاس واخلي او دوئ د القاعدې او طالبانو په نامه و نه کړوي.
د غونډي يو ګډون وال زرجان شينواري وويل:«موږ د نړۍ له هيوادونو او په خاصه توګه له زبرځواکونوغواړو چي زموږ خلک په يوه او بل نامه و نه ټکوي، موږ د القاعدې او طالبانو خلاص کړي».
ګډون والو د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي د ترهګرو له کړو وړو شکايتونه لرل او ويل يې چي دوئ سوله او پرمختګ غواړي.
د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي لمانځن غونډه هغه مهال لا رنګينه سوه چي د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو او دواړو ټبرونو شاعرانو ميدان ته را ودانګل او خپل حماسي او وطن پالونکي شعرونه يي وړاندي کړل.
غونډي ته راغلو پښتنو او بلوڅ مشرانو د پښتنو او بلوڅانو ونډه د افغانستان په جوړښت کي ډيره باارزښته وبلل او زياته يي کړه چي دوي بايد له پام څخه و نه غورځول شي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل