1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور د دوو چاودنو قربانيان ولسي وگړي دي

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

په پاکستان کي د زور زياتيو لړۍ پای نه لري. د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د يو لړ ځانمرګي او نورو داسي بريدونو په دوام کي پرون شپه د پيښور په يو ګڼ بازار کي دوو چادونو لږ تر لږه 40 تنه ووژل.

https://p.dw.com/p/11Yxv
لومړۍ چاودنه په يوه هوټل کي دننه را منځ ته سوې.
لومړۍ چاودنه په يوه هوټل کي دننه را منځ ته سوې.انځور: AP

د عيني شاهدانو د وينا له مخه لومړۍ چادونه د شپې د يولس نيمو بجو په شا او خوا کي رامنځ ته سوه. دغي چادوني د خلکو پام ځان ته واړو مخکي له دي چي د بيړنيو مرستو خدمات د پيښي ځای ته ورسيږي، دوهمه ډيره غټه چادونه وسوه چي ږغ يي ډير ليري هم اوريدل سوی.

د پاکستان مشهور ژورنالست، رحيم الله يوسفزي د آلمان ږغ راډيو ته وويل چي پيښه د پيښور « په صدر کي د خيبر سوپر مارکت ته نژدې وسوه. په دغه سيمه کي د سوداګرو او نور ملکي خلکو دفترونه او دکانونه پراته دي.»

يوسف زی چي د هغه د کار دفتر هم د پيښي له ځای څخه يوازي سل متره ليري دی او د دواړو چادونو ږغونه يې خپله وارويدل وويل: «کابو ټول قربانيان ولسي وګړي دي.» هغه زياته کړه په وژلو او ټپيانو کي خبريالان هم شامل دي.

« اسفنديار وژل سوی، درې نور خبريالان، برکت الله مروت، محمد طفيل او ځوان خبريال شفيع الله د ټپيانو په جمله کي دي.» شفيع الله يو ځوان خبريال دی چي په دي وروستيووختو کي خپله زدکړي په ژورناليزم کي بشپړي کړي دي.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخي دوه وژل سوي خبريالان د پاکستان د انګليسي ژبو ورځپانو، « Pakistan Today» او «The News» له پاره کار کاوه.

د پيښور د عمومي روغتون يو ډاکتر، حميد افريدي د مرګ ژوبلو شمير تصديق کړ او وويل چي د هغه روغتون ته په ټوليزه توګه پرون شپه 108 مړي او ټپيان ليږدل سوي دي.

پاکستاني طالبانوچي د اسامه بن لادن له وژلو وروسته يي د غچ اخيستونکو حملو خبرداری ورکړی دی وويل چي هغوي دا حملي په لاره نه دي اچولي. د تحريک طالبان وياند، احسان الله احسان د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « په پښاور کي دغه حمله زموږ له خوا نه ده سوې. دا د استخباراتي ادارو کار دی چي غواړي موږ بدنامه کړي.»

د بم شنډولو د تيم مشر، شفقت مالک د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:

«لومړۍ چادونه يو ساعتي بم و چي د هوتل په تشناب کي ځای پر ځای سوی ؤه رامنځ ته سوه، او دوهم يو ځانمرګي بريد کونکي چي پر يو موټر سايکل سپورؤ هوټل ته نژدي ځان والوزاوه.»

رحيم الله يوسفزي وويل تر اوسه پوري معلومه نه ده چي د دغي حملې هدف څوک يا کوم ځای ؤ. هغه وويل: « خو قربانيان يې لکه د نورو داسي بريدونو بيګناه ولسي وګړي دي.»

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني مشرانو سره د سيمي د امن او ثبات په هکله خبري وکړې. کرزي له پاکستاني مشرانو څخه وغوښتل چي په خپل هيواد کي د زور پالونکو پناه ځايونه له منځه يوسي او له افغان طالبانو سره د سولي په پروسه کي ور سره مرسته وکړي.

په عين وخت کي د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي اداري رييس ليون پنيتا هم له دغو چادونو څخه مخکي د پاکستان د پوځ او د استخباراتو له مشرانو سره وليدل.

د پيښور د پرون شپي دوه چادوني يواځي يوه اوني وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کي د القاعدې يو مشهور قوماندان الياس کشميري ووژل سو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل