د پيسو نړیوال صندوق به له اوکراین سره مرسته جاري وساتي
۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبهد پيسو نړیوال صندوق مشرې کرستین لاگارد ویلي دي، که حتی اوکراین ونه توانیږي خپل پخواني پورونه ادا کړي، بیا هم کولی شي د دغه صندوق له مالي امکاناتو څخه گټه پورته کړي. لاگارد په خپل وخت د پورونو د ورکړې له پاره له ملي ذخیري څخه د استفادې انتخاب رد کړ.
په داسې حال کې چې د کییف او خصوصي پور ورکونکو تر منځ خبرې اترې بندی دي، د پیسو نړیوال صندوق وایې چې کولې شي له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د پیسو نړیوال صندوق رئیسې ویلي دي چې دواړه خواوی به د پورونو د ادا کولو د څرنگوالي پر سر موافقۍ له پاره وهڅوي. لاگارد په عین وخت کې ټینگار وکړ چې نور انتخابونه به هم وجود ولري. دغه صندوق د مارچ په میاشت کې اوکراین ته د ۱۷،۵ میلیارده ډالره پور د ورکړي څلور کلن پروگرام پيل کړ.
لاگارد زیاته کړې: په هغه صورت کې چې اوکراین ونه توانیږي له خپلو خصوصي پور ورکونکو سره یوې موافقې ته ورسیږي او په خپل وخت خپل پور ادا نه کړای شي، نو د پيسو نړیوال صندوق به له دغه هیواد سره مرسته وکړي.
لاگارد د روانې اونۍ په پیل کې د اوکراین د لومړي وزیر ارسیني یاسینیوک او د دغه هیواد د ماليې د وزیرې ناتالي یریسکو سره په واشنگټن کې ولیدل، څو په اوکراین کې د اقتصادي تحولاتو او د اقتصادي اصلاحاتو د اجرا کولو په برخه کې بحث او خبرې اترې وکړي.
د« بلوم برگ بزنس» انگلیسي تجارتي مجلې رپوټ ورکړی دی چې د اوکراین د مالیې وزیره د اونیو راهیسې په دې هڅه کې ده چې هغه خصوصي پور ورکونکي چې د پورونو په ورکړه کې له ځنډ سره یې موافقه کړی ده، د پورونو د پيسو د اندازې کمیدو ته قانع کړي.
لاگارد وویل:« زه فکر کوم چې د پورونو د ورکړی د څرنگوالي په هکله د اوکراین پروگرام د خصوصي برخې تر څنگ د بین المللي ټولنې ملاتړ هم تضمینوي. دغه ملاتړ د دې پروگرام د ملاتړ له پاره الزامي دی».
د پيسو نړیوال صندوق مشرۍ ټینگار وکړ چې که اوکراین خپلو خصوصي پور ورکونکو ته د پورونو ورکړه ودروله، د پيسو نړیوال صندوق به د دغه هیواد مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملي ذخیره
په همدې منځ کې لاگارد هغه اټکلونه رد کړل چې پر اساس یې ویل کیږي اوکراین کولې سي د خپلو پورنو د ورکړی له پاره د خپل ملي بانک له ذخیرې څخه استفاده وکړي. هغې زیاته کړه په هغه صورت کې چې که دا کار وشي، نو د اوکراین حکومت به دوباره پوروړی شي، چې دا کار بیا له پوړولو هیوادونو سره د ژغورنې نړیوال صندوق له پروگرام سره هم غږي نه لري.
اوکراین د مارچ د میاشتې راهیسې تر اوسه پوری د پيسو له نړیوال صندوق څخه ۵ میلیارده ډالره پور ترلاسه کړی دی او تمه کیږي چې د دغه صندوق مسئولین به په راتلونکي میاشت کې د د دویمې برخې د مالي تمویل په هکله رای گیري وکړي. خو د دغو پیسو د ترلاسه کولو له پاره اوکراین باید په مختلفو برخو کې اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي.
د کله راهیسې چې د اوکراین منتخب ولسمشر د ۲۰۱۴ کال د فبروري په میاشت کې روسیې ته تښتیدلی دی، دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. یو کال مخکې په دغه هیواد کې یو نوې حکومت وټاکل شو. دغه حکومت د هیواد په ختیځ کې له مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو سره په جگړه کې ښکیل دی.