د پيسو له پاره د آلماني ژبې عجيب و غريب اصطلاحات
انځورونه: سکاره، پخې او موږکان، دا هر څه د آلمان په عاميانه ژبه پيسو ته وايي. خو د دغو بېلګوعلاوه نور ډېر ټکي هم ورته کاريږي.
پخې
«د پيسو په اړه بايد سړی خبرې ونه کړي»، دا په آلمان کې يو مشهور متل دی. خو د پيسو پر ځای ورته ډېر نور اصطلاحات هم کاريږي. په داسې حال کې چې د اينويت قوم د واورې د ډولونو له پاره ۵۰ لغتونه لري، آلمانان د نغدو پيسو له پاره ډېر شمېر نومونه کاروي، لکه مثلا پخې.
سکاره
«له دودکشه بايد تل لوګی پورته شي» د پيسو پيدا کولو له پاره آلمانی متل دی. د ۱۸مې پېړۍ دغه متل د سړي په ياد راولي چې کورونه به يوازې د پيسو لرلو په شرط د سکرو د سون د لارې تودېدل. سکاره د جګړې په کلونو کې لږ وو او د پيسو ځای يې نيولی وو. د سکرو علاوه ايرې هم په عاميانه ژبه پيسو ته وايي.
تيږې او شګې
د آلماني «کيېس» لغت چې وړو تيږو ته وايي، د آلماني د يېديش لهجې د بټوې له پاره کارېدونکي لغت «کيس» سره ورته برېښي. ځکه ښايي کيېس اوس د نغدو پيسو مترادف ګرځېدلی وي. کله بيا پيسو ته شګې هم وايي.
خټې ته ورته زواله
په اويايمو کلونو کې متل وو چې «پرته له خټې (پيسو) مېله نه وي». خو ولې خټو ته ورته زواله له پيسو سره تشبيه کيږي؟ کېدای شي له انګليسي ژبې څخه په الهام سره وي. د يايل پوهنتون د محصلينو په مجله کې په ۱۸۵۱ کال کې ليکل شوي وو چې «کافي خټه او زواله» مرسته کوي څو سړی له «ټولنيز خجالت» څخه ځان وژغوري. رښتيا ده که نه؟
موس يا خزه
دلته هم متل دی چې «بې له موس (خزې) څخه چاره نشته.» سړی شايد تصور ولري چې هغه به د پيسو په شنه او زرغون رنګ پورې اړه ولري چې له لوټونو سره تشبيه کيږي. خو داسې نه ده. د «ماوس» لغت په عبراني ژبه سکو ته وايي.
موږکان
په عامينه ژبه ښايي «موس» وروسته بيا له ورته غږ لرونکي لغت «ماوس» سره مغالط او مخلوط شوی وي. په جمع کې ورته بيا موږکان وايي چې په آلمان کې د سکو له پاره يوه اصطلاح ګرځېدلې ده.
چونګښې
چونګښې او پيسې څه ورته والی سره لري؟ په ۱۹مه پېړۍ کې دغه لغت د ماتو پيسو له پاره ډېر کارول کېده. «کرويتن» چې په آلماني ژبه چونګښو ته وايي د «ګروتن» او ګروشن» سره غږيز ورته والی لري چې په منځنيو پېړيو کې ماتو پيسو او سکو ته يې ويل.
صافه
صافه يوازې د پاکولو په چارې پورې اړه نه لري، بلکې پيسو ته هم په آلمان کې کله نا کله وايي ځکه چې صافې له غټو لوټونو سره يو څه ورته والی لري.
غولان
غول حتما تر ټولو لوی بانکنوټ يا لوټ ته وايي. يعنې پخوا زرو مارکو ته او نن ۵۰۰ يورو ته کاريږي.
«پينکه پينکه»
«پينکه» يا «پينکه پينکه» ښايي له ارامايک «پينکا» لغت څخه راغلې يوه اصطلاح وي چې په همغه ژبه د پيسو صندوق ته وايي. اصلي لغت خپله د سکو يا ماتو پيسو د لوېدلو غږ انځوروي.