1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيتريوس د نوي دندي په اړه د کارپوهانو انديښنې

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

کارپوهان په دې نظر دي، چي جنرال ډيويډ پيتريوس يو پياوړی پوځي ستراتيژيست دی. هغه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د عمومي قومندانۍ پرمهال لوی نوم وگټی. خو اوس پوښتنه داده چي دی به د سي آی اې د مشرۍ لپاره هم ښه انتخاب وي؟

https://p.dw.com/p/12Tcw
د امريکا د استخباراتي شبکې مشر ډاکټر ډيويد پيتريوس
د امريکا د استخباراتي شبکې مشر ډاکټر ډيويد پيتريوسانځور: AP

ديويد پتريس به نن په ويرجينيا کي د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي ادرې سي آی اې د مشر په توگه په نده پيل وکړي. دغه څلور ستوري جنرال تيره اونۍ خپلي پوځي جامي نوري کت کړې او اوس به د امريکا د پاره د بهرنيو معلوماتو دنده په غاړه واخلي. اوس تر ټولو مهمه پوښتنه داده چي ډاکټر پيتريوس به سي آی اې کوم لور ته کش کړي. يا آيا هغه کولای سي چي خپل د پوځي فکر څخه ليري سي؟

 

د امريکا د اساسي قانون له مخي د سي آی اې دنده صرف دا ده چي د نورو دولتونو، د امريکا د اقتصادي حالت، د مخاليفينو او ورته موضوعاتو په هکله معلومات راټول کړي او د امريکا د حکومت سره يې په آفاقي توگه شريک کړي.

 

خو سي آی اې د عملياتو کولو اجازه نه لري، ځکه چي د قانون له مخي دا د امريکا د پوځ دنده ده. د 1981م مېلادي کال راهيسي حتی د امريکا د اساسي قانون له مخي استخباراتي ادارې د عملياتو هيڅ حق نه لري. خو يوازي هغه وخت کله چي د متحده ايالاتو ولسمشر ورته ځانگړې اجازه ورکړي.

 

کله چي لس کاله تر مخه د سپتمبر د 11 مې پيښه رامنځ ته سوه نو د هغه وخت ولسمشر جارج ډبليو بوش او د هغه وروسته باراک اوباما په گڼ شمېر ځانگړو فرمانونو سره و سي آی اې ته دا حق ورکړی چي عمليات ورکړي.

 

پدې کي د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ يادولای سو چي پخوا يوازي په پاکستان او افغانستان کي کار ځني اخيستل کېدی خو اوس يې لمن عربي ټاپو ته هم پراخه سوې ده.

 

په تيرو لسو کالو کي د دغو الوتکو په مرسته تر 2000 زيات انسانان ووژل سول، چي پکښي د القاعدې غړي او بې گناه ماشومان دواړه شامل دي.

 

يو شمېر کارپوهان دا اندېښنه لري، چي داسي نه، چي سي آی اې د معلومات ټولوونکي او تحليل کوونکي ادارې څخه په عمل کوونکي ادارې بدله سي. دا پداسي حال کي، چي ليون پانېټا لا له وړاندي دغه اداره سياسي کړې ده.

 

اوس داسي ويري سته چي د پېټريوس په مشرۍ به دغه اداره لا زياته اوپراتيفي بڼه خپله کړي. که څه هم چي جنرال پېټريوس يو پوځي جنرال دی او د پي ايچ ډي علمي رتبه هم لري. خو د ور سپارل سوي دندې د تحليلي او سياسي برخې په ډگر کي هيڅ تجربه نه لري.

 

ډېويډ پېټريوس د دغو شکونو په وړاندي وار دمخه لا په وار وار ويلي، چي د سي آی اې د مشر په توگه به دی خپله دنده داسي تر سره کړي چي آفاقي تحليلونه او معلومات به هر سهار ولسمشر ته وړاندي کړي.

 

نوموړی وايي چي دغه معلومات به د ده د کارپوهانو د څېړنو پر بنسټ راټول سوي وي او د ده شخصي او په زياته د ده پوځي نظر ته به پکښي ځای نه ورکول کيږي.

 

خو پېټريوس هغه کس دی چي ويلي يې ول، چي د افغانستان جگړه ژر گټل کېدای سي او دا چي د دغه هيواد څخه د عسکرو ناڅاپه ايستل به تر گټي تاوان ورسوي.

 

پداسي حال کي چي سي آی اې ويلي ول، چي د افغانستان جگړه چي هرکال ورباندي د امريکا سل مليارده ډالره مصرفيږي بنده پاته ده او پکښي د امريکا لپاره پرمختگ نه دی سوی.

 

هغه کس چي د سي آی اې د دغه نظر مخالف ؤ اوس به د همدغې ادارې د مشر په توگه و ولسمشر اوباما ته د افغانستان په هکله مشورې ورکوي.

 

د امریکا د پوهنتون يو استاد گورډن آدمز وايي چي د سي آی اې په تاريخ کي دا لومړی ځل دی، چي د پوځونو ستر قومندان د دغې ادارې رئيس ټاکل کيږي، چي دې کار ته هر وخت د شک په سترگه کتل سوي دي.

 

« زه هم د دې څخه بېرېږم چي داسي نه چي دی د سي آی اې پر کار داسي اغېزه ولري چي ورڅخه يو نوی پوځ جوړ سي.»

حاصلمن/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل