د پوځي عملياتو ډيري قربانيان ولسي خلک دي
۱۳۸۹ اسفند ۹, دوشنبهد هغه کميسيون چي د ولسمشر حامد کرزي له خوا په کنړ کي د ناتو د تيري اوني د عملياتو د پلټني لپاره ګمارل شوي ؤ، مشر شهزاده مسعود د آلمان خبري آژانس ته وويل: « د قومي مشرانو، امنيتي مقاماتو او ولسي وګړو سره د څلور ورځو خبرو او مصاحبو په نتيجه کي مونږ دي نتيجي ته ورسيدو چي د کنړ ولايت د غازي آباد په ولسوالي کي 65 ولسي وګړي د ناتو په توغندي حملو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
مسعود وويل چي په وژلو شو کسانو کي 19 نجوني چي عمرونه يي د 7 تر 18 کلونو پوري رسيږي او 21 تنه هلکان شامل دي.
د پلټني د پلاوي مشر زياته کړه: « لس ښځي او 15 زاړه نارينه په دي حمله کي وژل شوي دي.».
شهزاده مسعود يادونه وکړه چي ډيري ولسي وګړو د پاکستان پولي ته نژدي په يوه کلي کي د ناتو د هوايي ببماري په نتيجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغه د وينا له مخي د ناتو الوتکو پر دغو ولسي وګړو د ياغيانو ګمان کړي دي.
د کنړ د هوايي ببماريو د پيښي په هکله ناتو هم خپلي پلټني په لاره اچولي دي. د شمالي اتلانتيک د سازمان تړون چي په افغانستان کي د نړيوال امينتي مرستندوي ځواک، آيساف د ځواکونو مشري په غاړه لري وويل چي يو پلاوي يي کنړ ته استولي دي. د ناتو د پلاوي نتايج تر اوسه پوري اعلان شوي دي. خو د افغانستان د حکومت د پلاوي د مشر، شهزاده مسعود د آلمان خبري آژانس ته په خپلو تبصرو کي وويل چي همدا اوس د دواړو اړخونو ترمنځ د پيښي په هکله اختلاف نظر پيدا شوي دي.
هغه وويل: « د ايتلاف ځواکونه مونږ سره موافق دي چي په عملياتو کي ولسي وګړي وژل شوي، خود شمير په هکله سره اختلاف نظر لرو.»
هغه وويل چي افغان پلټونکي پلاوي د خپلو ميندونو نتايچ ولسمشر حامد کرزي ته استولي دي. کرزي تيره اوني په کنړ کي د ناتو دغو عملياتو باندي نيوکي وکړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو په هکله سخته خواشينی څرګنده کړه. هغه وويل چي امنيتی چارواکو ته يي هدايت ورکړي چي د ناتو له ځواکونو سره يو ځل بيا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو موضوع په جدي توګه مطرح کړي.
د ولسي وګړو مرګ ژوبلي وخت په وخت د کرزي د حکومت او د هغه د لويديځو متحدينو ترمنح لانجي رامنځ کړي. هغه د اوني په سر کی په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په مشری د نړيوال تروريزم پر ضد د عملياتو په څرنګوالي باندي نيوکي وکړي او وويل چي د « ترهګري ځالي د افغانستان د پولو په دننه کي نه، بلکه د هغه له پولو څخه بهر پرتي دي.»
کابو 150 زره بهرني سرتيري په اوسني وخت کي د طالب ياغيانو سره په جګړه کي ښکيل دي. د افغانستان د بشري حقونو څارني نومي ډله چي مقر يي په کابل کي دي، د فبروري په سر کي په خپل يو رپوټ کي وويل چي په 2010 کال د ناتو او متحده ايالاتو د ځواکونو د عملياتو په نتيجه کي 512 ولسي وګړي وژل شوي چي 217 و يي په هوايي ببماريو کي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: رحيله اميري