1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوهنتونونو د کانکور په آزموینو کې د اصلاحاتو غوښتنه

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په کابل کې له حکومت څخه غوښتي چې د کانکور په آزمینو کې د درغلیو مخه ونیسي او یواځې د رښتینې آزموینې له لاری دی د لوړو زدکړو په مؤسسو کې محصلین جذب شي.

https://p.dw.com/p/1E0DS
د پوهنتون د کانکور آزموینه
د پوهنتون د کانکور آزموینهانځور: Getty Images

تیر کال هم د کانکورازموینې یوه ملي ستونزه گرځیدلې وه او په پارلمان کې تاوده بحثونه راوپارول. دغه پسمنظر ته په کتو سره د پوهنتونونو د استادانو ټولنې نن شنبه د لیندۍ میاشتې پر ۱۵مه نیټه د کانکور آزموینې د روڼتیا په موخه یو کنفرانس کې د هغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه چې په تېرو څو کالو کې لیدلې شوې دي.

د دغې ټولنې یو تن غړي نجیب الله امرخېل د کنفرانس پر مهال وویل چې تېرکال یې هم له ولسمشر، پارلمان او د لوړو زده کړو وزارت سره یو لړ ځانکړي وړاندیزونه شریک کړي وو خو لا تراوسه ورته پاملرنه شوی نه ده: « د افغانستان له وګړو سره هیڅ هغه څه نه دي شریک شوي‌ چې د باور وړ یې وګرځي. له همدې کبله موږ تشویش لرو چې سږ کال به هم د کانکور ازموینې غېر متوازنې، نا مناسبې، غیر معیاري او له فساده ډکې واخستل شي. نو موږ دا د ځان مسؤلیت بولو چې یاده مسله له افغان وګړو او حکومت سره شریکه کړو.»

د تیرو کلونو ترخې تجربې

امرخېل وړاندیز وکړ چې هر کال باید د کانکور کمېټه نوې شي، د کانکور په ازموینه کې بریالي کیدونکي کسان د ولسوالیو په کچه معلوم شي، د نا امنه سیمو لپاره د کانکور جلا تګلاره جوړه شي، د کانکور درغلۍ کوونکې حوزې لغوه شي، پوښتنې باید له ۱۶۰ نه دوه سوه لس ته زیاتې شي.

تېر کال د لوګر ولایت د کانکور په ازموینه کې د پراخ نقل له کبله د کانکورآزموینه د دویم ځل له پاره واخستل شوه.
په نني‌ کنفرانس کې هم یادونه وشوه چې په کانکور آزموینه کې د درغلیو له کبله وړتیا لرونکي زده کوونکي ناکام او هغه کسان بریالي کیږي چې یا نقل کوي او یا هم د وکیلانو او نورو چارواکو خپلوان دي.

د کابل پد پوهنتون محصلین
د کابل پد پوهنتون محصلینانځور: DW/Farahmand

د نوموړی ټولنې د معلوماتو له مخې د کانکور په آزموینه کې داسې کړۍ هم شته چې د سوالونو فورم له دوو سوو تر زرو ډالرو پلوري او امتحان ورکوونکی د ټلیفون په مرسته ځوابونه تر لاسه کوي.

بل پلو بیا د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش دویچه ویلې راډیو ته وویل چې د یادې ټولنې ټولې هغه غوښتنې یې منلې چې د کانکور ازموینې په ښه توګه ترسره کېدو کې یې ورسره مرسته کوله.

هغه وویل په وار وار یې له یادې ټولنې سره ناستې کړې او پر ټولو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي خو زیاتوي چې یو شمېر نور کسان بیا غواړي چې د همدې ټولنې له نامه څخه «غلطه ګټه واخلي» او د کانکور د آزموینو په هکله عامه ذهنیتونه گډوډ کړي.

هغه وویل:« زموږ پروسه ډېره شفافه ده او هغه ستونزې چې دوی یې [ د پوهنتونونو ټولنه] یادوي هیڅ شتون نه لري. او دا یوازې د عامه اذهانو د مخشوشولو له پاره تر سره کیږي.»

نور بخش په وینا هر کال په ازموینه کې کابو دری سوه زره خلک گډون کوي، خو پوهنتونونه او د لوړو زدکړو نوری موسسی یواځې د او په د ۵۵ زره محصلینو د جذبیدو ظرفیت لري.

یوه شمیر محصلین هم شکایت وي چی آزموینې شفافې نه دي او په هغو کی لاس وهنې کیږي. په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو تر څنگ اوس یو زیات شمیر شخصي پوهنتونونه هم شته دي چې د دوالسمو ټولگیو زده کونکي جذبوي. خو د فیس د لوړواأي له کبله یواځي شتمن محلصین دغو پوهنتونو ته لاره پیدا کولای شي.

په افغانستان کې د پوهنتونونو ازموینې په څلورو پړاونو کې اخستل کیږي چې د یخو سیمو همدا اوس پیل شوي او د تودو سیمو ازموینې په اوړي کې اخستل کیږي خو ترڅنګ یې د شپنیو پوهنتونونو او متفرق وو له پاره ځانګړی وخت ټاکل کیږي.