1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولیس په جامه کې یو تن د ناټو درې سرتیري وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15PBj

په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرې ائتلافي ځواکونو خبر ورکړی دئ چې تیره ورځ د افغانستان په سویل کې د پولیسو په جامه کې یو تن درې بهرني سرتیري وژلي دي. په خبر پاڼه کې د نورو جزئیاتو سربیره د وژل شوو سرتیرو هویت هم نه دئ څرگند شوی. په خبر پاڼه کې راغلي دي یو تن چې د عامه نظم د پولیسو یونیفورم ئې پر غاړه وو پر بهرنیو سرتیرو ډزي کړي دي. د خبر پاڼې په وینا د پیښې په اړه پلټنې روانې دي. په افغانستان کې په روان کال کې د بهرنیو وژل شوو سرتیرو شمیر ۲۱۸ تنو ته رسیدلی دئ.