1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولیسو په دفتر کې د کډوالو ژوند

۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعه

په روان کال کې د کډوالو شمیر په المان کې ډیر زیات شوی دی. دغه مسئلې په برلین کې مسئول مقامات دې ته اړ ایستي دي چې په عاجله توگه سر پناوې جوړې کړي. خو دغه ځایونه د ورځني ژوند له پاره په هیڅ توگه مناسب نه دي.

https://p.dw.com/p/16xl9
Aufgenommen: 27.12.2012 Autor: Anja Koch
انځور: DW/A. Koch

د کډوالو نوي مؤقتي پنا ځایونه د لرگي یو درې کونجه صندوق ته پاتې کیږي. دغه نوی ودانۍ چې د «گروناو» په نوم د گڼې گوڼې په یوه ځای کې موقعیت لري، اوس په کې ۹۰ تنه کډوال ژوند کوي. دغه ځای چې یو وخت د پولیسو د ماموریت ودانۍ وه زیاتې خوني لري او اوس په برلین کې د کډوالو د اوسیدو په مؤقتي ځای اوښتی دی.

میشایل گرونه والد، د کډوالو د دغه نوې مؤقتي سر پنا امر دی. هغه د نوموړې ودانۍ په لومړي پوړ کې یوه دروازه پرانیزي. په دغه ځای کې شپږ سفري کټونه پراته دي او په منځ کې یې یو میز ایښودل شوی دی. په مخامخ دیوال کې د لاس وینځلو ځای د استفادی وړ نه دی. میشایل گرونه والد، وایي: دا باید د کار له پیل له پاره کافي وي.

«د هغه راهيسې چي مونږ دلته راغلي يو، دريم منزل مو کاملا په نوي چپرکټونو، الماریو، میزونو، څوکیو او نور سامان آلاتو باندي مجهز کړی دی، تر څوسړی د هغو خلکو له پاره چې دلته ژوند کول غواړي، لږ تر لږه ابتدايي شرايط برابر کړي.»

په برلین کې د پنا غوښتونکو شمیر ډیر شوی دی

په برلین کې مسئول مقامات وايي چې په دوامداره توگه د مهاجرینو په شمیر کې ډیروالی راځي او له دې امله کډوال باید په دغسې مؤقتي ځایونو کې ژوند وکړي. د ټولنیزو او صحي خدماتو ایالتي مشر فرانتس الرت وایي: «مونږ له ۲۰۱۰م کال راهیسې یو شمیر اضافي ودانۍ په لاس راوړي، خو دا د ټولو نوو کډه شوو کډوالو له پاره کفایت نه کوي.» په ځانگړې توگه په ۲۰۱۲م کال کې د ژمي په موسم کې چې کومو خلکو د پنا غوښتنې عریضې ورکړي شمیر یې ډیر شوی دی. د اکتوبر په میاشت کې ۹۹۵۰ تنو د المان هیواد د کډوالو ادارې ته د پناهندگې عریضې ورکړي دي چې پنځوس سلنه یې د تیرې میاشتې دي.

په ټوله کې په ۲۰۱۱م کال کې ۲۳۰۰ تنه کډوال برلین ته راغلي وو. په روان کال کې د اکتوبر د میاشتې تر پایه پورې په برلین کې د کډوالو شمیر ۲۸۵۰ تنه ته رسیدلی. فرانتس الرت وایي: «د برلین ښار د پنا غوښتونکو د علاقې وړ ځای دی... په هر حال د دغه ځای ښاري محیط د لیرې پرتو سیمو پر پرتله جذبوونکی دی.» خو اوس دغه ښار د نوو کډه شوو کډوالو له پاره د مؤقتي پنا ځایونو په لټه کې دی نو له همدې امله له پخوانیو ښوونځیو، روغتونونو او د پولیسو له دفترونو څخه د پنا ځایونه په توگه گټه اخیستل کیږي.

په دغه مؤقتي سر پنا کې ۹۰ تنه ژوند کوي او یوازې څلور تشنابه لري. د دغه ځای امر میشایل گرونه والد، په لټه کې دی چې په عاجله توگه نور تشنابونه او د لاس وینځلو ځایونه جوړ کړای شي. هغه وایي چې مهمه خبره دا ده چې د کډوالو ستونزو واوریدل شي. هغه وایي: «د بیلگې په توگه کله چې هغوی یوه متخصص ډاکټر ته اړتیا ولري، مونږ ورته د ډاکټر څخه وخت اخلو او هغوی ته وایو چې په کوم ریل کې تر کوم تم ځایه پورې ولاړ شي.»

د دغه ځای اوسیدونکي له گرونه والد، څخه ستاینه کوي. د کډوالو څخه یو تن هغه د «خپل دوست» په نوم یادوي. د هغې میرمن د وخته تر مخه یو ماشوم زیږولی چې اوس په روغتون کې بستر دی. په دغه پنا ځای کې په افریقایي، عربي او تر ټولو زیات په بوسنیایي او صربي ژبو خبرې کیږي. د هغو کسانو شمیر چې د بالکان له سیمو څخه راغلي دي خپل عوج ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې هغوی د پناهندگې کم چانسونه لري.

ښوونځي ته تگ ممکن نه دی

په مؤقتي سرپناوو کي د کډوالو اصلي سرګرمي انتظار ايستل دي. کډوال د چارواکو دې تصميم ته انتظار باسي چي ايا دوی به وايستل شي او که به په المان کې پاتې شي. په المان کې د پاتې کیدو په صورت کې دغه کډوال دایمي پنا ځایونو ته لیږدول کیږي. معمولا دغه کار شپږ اونۍ دوام مومي.

خو انتظار ایستل په ځانگړې توگه د ماشومانو له پاره سخت وي. او دوی ښوونځیو ته هم نه شي تللی. گرونه والد، وایي: «اصولا هغوی باید ښوونځي ته ولاړ شي. په المان کې ښوونځي ته تلل یو مکلفیت دی. خو د سازماندهې له مخې دغه کار ممکن نه دی. کله چې ماشومان د یوې ورځې څخه نیولای تر شپږو اونیو پورې دلته پاتې کیږي، مونږ چیرې د هغوی نومونه ثبت کړو؟»

په پام کې ده چې گرونه والد، به د مارچ تر میاشتې د دغه مؤقتي سر پنا مشري پر غاړه ولري. په برلین کې چارواکي غواړي چې تر دغه مودې په کافي اندازه دایمي سرپناوې جوړې کړي.

آنیا کخ/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم