1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولیسو د اتحادیې مشر: آلمان باید پر خپلو پولو موانع ودروي

۱۳۹۴ مهر ۲۶, یکشنبه

د آلمان د پولیسو د اتحادیې مشر ویلي دي چې دې هیواد ته د کډوالو د راتګ د بهیر د کنترول له پاره باید پر پولو اغزي لرونکي موانع ودرول شي. راینر ویندت ویلي دي چې نور هیوادونه به هم تر آلمان څخه وروسته دا کار وکړي.

https://p.dw.com/p/1Gq2S
Symbolbild - Grenzkontrollen Deutschland
انځور: Getty Images/P. Guelland

(ویلت ام زونتاګ) خبري مجلې سره په مرکه کې ویندت ټینګار کړی چې سخت تدابیر لکه د اتریش سره پر پوله د اغزي لرونکو سیمونو درول، د پولې د کنترول او ګزمې له پاره ډیر مهم دي.

هغه همداراز ویلي دي چې د دې اقدام څخه وروسته به نور اروپایي هیوادونه چې د سل هاوو زره سوریایي او د نورو هیوادونو د کډوالو د راتګ شاهدان دي، په ورته اقدام لاس پوري کړي.

د آلمان د پولیسو د اتحادیې (DPolG) مشر راینر ویندت له خولې په ویلت ام زونتاګ مجلې کې داسې لیکل شوي: «که موږ خپله پوله له اتریش سره وتړو نو بیا اتریش به هم خپله پوله له سلوانیا سره وتړي. دا هغه څه دې چې موږ یې په لټه کې یو.»

Rainer Wendt, Bundesvorsitzender der Deutschen Polizeigewerkschaft
د آلمان د پولیسو د اتحادیې (DPolG) مشر راینر ویندتانځور: picture-alliance/dpa

هغه همدا راز د آلمان په پولو کې د کډوالو له پاره د موقتي سرحدي ترانزیتي ساحو د جوړولو پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. په دې ترانزیتي ساحو کې به د هغو کسانو پیژندنه کیږي چې په رښتیا محافظت ته اړتیا لري.

د ترانزیتي ساحو د جوړولو پلان د سوسیال دموکرات ګوند له خوا چې د آلمان د صدراعظمې متحد ګوند دي، په کلکه رد شوی دی او دې ګوند ویلي دي چې دا یو غیر انساني طرح ده چې د عملي کیدو وړ نه ده.

د ویندت دا څرګندوني د آلمان د حکومت له هغو څرګندونو سره چې د هنګري او صربستان پر پوله د اغزي لرونکي سیمونو د موانعو درول یې غندلي وو، په مخالفت کې دي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ته په یوه اخطاریه کې ویندت ویلي دي چې هیواد ته د ډیرو کډوالو د راتګ له کبله آلمان له «اجتماعي ناکراري» سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې ده: «زموږ داخلي (نظم) او قانون په خطر کې دی... یو څوک باید اضطراري ډول بریک ووهي.»

Ungarn Armee Grenze Zaun
د هنګري هیواد د زندانیانو او پوځ په مرسته پر خپله پوله اغزي لرونکي موانع ودرولانځور: Getty Images/AFP/C. Segeswaria

تمه کیږي چې سږ کال به آلمان کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د پناه غوښتنه کوي او دې هیواد اوس خپله د کډوالو تګلاره هم یو څه سخته کړې ده. خو میرکل بیا د کډوالو د شمیر د محدودولو طرحه رد کړې ده او ویلې يې دي چې دا باور لري چې هیواد يي پر دې ستونزې برلاسی کیدای شي.

د آلمان د بایرن ایالت هم د اتریش څخه د راتلونکو کډوالو په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلې يي دي چې دوې به حتې کډوال بیرته له پولې څخه بهر واستوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب