1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليسو په ليکو کي به لس زره ښځي فعاليت وکړي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چي په پلان کي لري د ملي پوليسو په ليکو کي له پنځو څخه تر لسو زرو پوري پوليسي جذب کړي. افغانستان اوس نزدې ۳۰۰۰ تنې پوليسي لري.

https://p.dw.com/p/1ADcw
انځور: DW

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پيژنتون عمومي رييس محمد وکيل اکبري د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۷) په کابل کي د ۱۲۰ تنو نارينه او ښځينه پوليسو د فراغت په مراسمو کي وويل: «په ټولنه کي د ښځينه پوليسو موجوديت یو له ډېرو مهمو ضرورياتو څخه دی. ټول هغه حقونه چي نارينه يې لري ښځي يې هم بايد ولري.»

دغه پوليس د کابل د پوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغه سوي دي. اکبري د پوليسو له ټولو برخو څخه وغوښتل چي د ښځينه پوليسو په جذبولو کي له هيڅ راز کوښښ څخه ځانونه و نه سپموي.

هغه ښځه او نارينه پوليس چي له دغه مرکز څخه فاريغه سوي دي وايي چي هدف يې د امنيت ټينګول او د افغانستان وګړو ته خدمت کول دي. يوې پوليسي صاحب جمال وويل: «موږ پوليسي سو چي ښځو ته خدمت وکړو، د خويندو امنيت وساتو او هر ځای چي وي امنيت ټينګ کړو.»

منفي برداشت

دا په داسي حال کي ده چي پوليسي له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. د پوليسو ليکو ته د ښځو پر ورتګ باندي له لوټني څخه نېولې تر کورنيو پوري ستر مخالف موجود دی. يوې تنې پوليسي جميلې له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «کله چي یوه ښځه پوليسه کيږي عجبه خبري اوري. خلک په دې فکر کي نه دي چي موږ ښځينه پوليسو ته اړتيا لرو، بلکي منفي فکر کوي. موږ کوښښ کوو چي دغه منفي فکرونه له منځه يو سو.»

په دغه غونډه کي د افغانستان د پارلمان غړي فوزيې کوفي د خبرو پر مهال ټينګار وکړي چي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي بايد پوليسي فعاليت وکړي، او د کورنيو چارو وزارت بايد د پوليسو په لکو کي د ښځو د جلب او جذب له پاره زمينه برابره کړي.

کوفي وويل چي پوليسي بايد خوندي وي او د تهديدونو قربانۍ نه سي: «دا يوه نوې پدېده ده چي ښځي دي د پوليسو په ليکو کي وي. که کاري شرايط ورته برابر سي ډيري ښځي به په پوليسو کي ودريږي. د کورنيو چارو وزارت وايي چي لس زره تنې ښځي جذبوي، خو که د هغوی له پاره مصوونيت نه وي فکر نه کوم چي په دغه تعداد ښځي دي دوی جذب کړي.»

«پوليسي د ټولني يوه اړتيا ده»

په کابل کي يو شمر عام وکړي وايي چي په ټولنه کي د ښځينه پوليسو موجوديت يوه اړتيا ده او د امنيت د ټينګولو له پاره باید ښځي د پوليسو په لیکو کي فعاليت وکړي.

د کابل يو اوسېدونکی احمد جاويد وايي: «په ټولو اسلامي او غير اسلامي هيوادونو کي ښځي په مختلفو برخو کي فعاليتونه کوي، خو له بده مرغه چي تر اوسه پوري په افغانستان کي دغه فرهنګ ځای نه دی نيولی.»

په افغانستان کي د ښځينه پوليسو له پاره په ځانګړې توګه په ناامنو ولايتونو کي شرايط ډېر ستونزمن دي. يوازي په هلمند ولایت کي سږکال دوې تنې پوليسي پر عام سړک باندي په مرميو وويشتل سوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل