1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليسو يو مرکز په پنځه لکه ډالره جوړ سوی، خو شوړېدلی دی

فرانس پرس۱۳۹۳ دی ۲۶, جمعه

د افغانستان د بيا رغاوني د څار يوې ادارې ويلي دي، چي امريکا متحدو ايالاتو د افغان پوليسو د زده کړي د يوه مرکز په جوړولو کي نزدې پنځه لکه ډالره ضايع کړي دي. دغه ودانۍ تر جوړېدو لږ وروسته شوړېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1ELdz
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د افغانستان د بيا رغاوني له پاره د امريکا متحدو ايالاتو د څار ادارې (سيگار) مشر جان ساپکو، په يوه تازه راپور کي ويلي دي چي په دغو له خښتو څخه جوړو ودانيو کي به د افغانستان د ځانگړي ځواک کشفي پوليس اوسېدای، خو تر جوړيدو څلور مياشتي ورسته ئې ديوالونه او چتونه شوړېدلي دي.

د جان ساپکو د دفتر له خوا په خپاره سوي راپور کي راغلي دي: «که څه هم چي دغه پروژه به د نيک هدف له پاره پيل سوې وي، خو دا چي اوس افغانان مجبوره دي هغه ونړوي او له سره ئې جوړه کړي، نه يوازي د خجالت ځای دئ، بلکي مهمه دا ده چي د امريکايي ماليه ورکوونکو پيسي ولي دغه شان مصرف سي.»

په دغه راپور کي راغلي دي، چي امريکايانو د دغه مرکز د جوړولو پرمهال ولي پروژه څارلې نه ده. دوی ويلي دي چي ولي د «قسمت الله نصرت» افغان ساختماني شرکت څخه په دې اړه پوښتني گروېږني سوي نه دي. دوی زياته کړې ده چي دغه شرکت هغسي مواد نه دي کارولي لکه په قراداد کي چي ذکر سوي ول.

په راپور کي راغلي دي چي افغاني شرکت «قسمت الله نصرت» د دغه ساختمان تر جوړولو وروسته ۴۵۶۶۶۹ ډالره پر يوه ځای ورکړل سوي دي.

په دغه راپور کي راغلي دي، د پوليسو دغه مرکز چي په وردگو ولايت کي جوړ سوی دئ، پکښي ريگي خښتي کارول سوي دي چي د باران پرمهال شوړېدلي دي. خو په قرارداد کي دغه شان مواد ذکر سوي نه دي.

اوس ويل کيږي چي افغان حکومت دغه مرکز نړولی دی او غواړي چي بيرته ئې له سره جوړ کړي.

«سيگار» ادارې د امریکا د قوماندې له مرکزه غوښتي دي چي د امکان ترحده پوري دغه مصرف سوي پيسي بيرته را وگرځوي او دا روښانه کړه چي ولي د دغو ودانيو په جوړولو کي هغه مواد کار سوي نه دي چي په قرارداد کي راغلي ول.

د امریکا د قوماندې مرکزي دفتر دغه لارښووني منلي دي او ويلي ئې دي چي اصلاحي اقدام به وکړي.